سوریې کې د روسې یوه جنګي جیټ الوتکه نسکوره شوې ده

(کابل ټکی کام :سه شنبه،تله۱۴ ،۹۴ ۱۳ل)
دمشق : د سوریې پلازمېنه دمشق اړوند «ګوتا» سیمه کې د روسې یوه جنګي جیټ الوتکه د بشارالاسد مخالفو وسله والو له لوري نسکوره شوې ده .
تېره ورځ د یوې ويډیو په خپرولو سره د سوريې رژيم مخالفو وسله والو دعوه کړې چې دوي د روسې هغه جيټ الوتکه رانسکوره کړې، چې د بشارالاسد په پلوۍ يي په دوي بمباري کوله .
د اسد رژیم مخالفینو په داسې حال کې دعوه وکړه چې له څو ورځو راهيسې د روسې جنګي الوتکې د دغه هېواد په مختلفو برخو د بمبارۍ په موخه الوتنې کوي، ددوي په وینا د الوتکو ضد وسلې سره يي دغه جنګي الوتکه په نښه کړه او نسکوره يي کړه .
په دغو بمباریو کې روسیه دعوه کوي چې د دوي هوايي ځواکونو له لوري د مخالفینو ډېری مرکزونه په نښه شوي او له منځه تللي دي، خو وسله وال مخالفین يي ردوي واييتر دې دمه دوي ته ځاني زیاننه دي اوښتي .
د یادونې وړ ده چې د الوتکې د راغورځيدو شیبې په یوه لنډ ويډيويي فلم کې ثبت او نشر شوي دي .
حماس افغان


