طالبانو په کابل کې دډله ایزو سرتېرو عملیاتو د دوام خبر ورکړ.
کابل ټکی کام
فرید احمد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې دډله ایزو سرتېرو عملیاتو ددوام خبر و رکوي، زیاتوي چې ملګري یې لا روغ رمټ او د امنیتي ځواکونو په وژلو بوخت دي.
نن سهار ذبیح الله مجاهد په رالېږلي لنډ پیغام کې زیاته کړې ده، په کابل کښې دبیګا شپې سرتېرو حملو نن سهار هم دوام درلود او پکښې امنیتي عسکرو ته زیات تاوانونه اوښتي دي او زیاته کړې يې ده، چې سرتېري يې لا ژوندي دي، او له دوی سره په رابطه کې دي.
خو د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې برید ګر یې وژلي دي او حالات نورمال شوي دي.



