هرات: د ولایتي شورا غړی د انسان تښتونې په تور نیول شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۸) زرغون خوږیاڼی

د هرات ولایت خبري سرچینو ویلي، چې د هرات د ولایتي شورا یو غړی يې د انسان تښتونې په تور نیولی دی.

سرچینې ویلي، چې د هرات  ولایت د ولایتي شورا غړی محمدعسکر انوري د انسان تښتونې په تور نیول شوی دی، خبري سرچینو زیاته کړې ده، چې پر انوري تر دې پخوا هم د انسان تښتونې تورونه وو، چې نن سهار د ملي امنیت لخوا په هرات ښار کې ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې د انسان تښتونې پېښې د بل هر وخت په پرتله اوس ډيري شوي دي، چې په کې اکثره د حکومت لوړپوړي چارواکي په لاس لرلو تورن شوي دي.

تر اوسه پورې د ملي امنیت ریاست په دې اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button