طالب وسله والو د ۵ ولایتونو پر مرکزونو د محاصرې کړۍ را تنګه کړې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۸) زرغون خوږیاڼی

د هلمند پر مرکز لښکرګاه د وسله والو تهاجمي بریدونو ترڅنګ کندز، بغلان، غزني او لغمان هم له هغو ولایتونو دي، چې جګړه په کې د ښار تر مرکزونو را رسېدلې.

د هلمند ۴ ولسوالۍ نوزاد، موسی کلا، باغران او دېشو په بشپړه توګه د وسله والو لاس کې دي او پر ۷ نورو ولسوالیو، چې یوازې مرکزونه یې د دولت په لاس کې دي او د ولایت مرکز لښکرګاه ته نږدې دي وسله وال حاکمیت لري.

همدا اوس د هلمند مرکز لښګرګاه د کلابندۍ په حال کې دی او د ښار په ۱۱ کیلو مترۍ کې او په څلورمه حوزه کې یې جګړه روانه ده.

کندز ښار هم د تیر کال له میزان میاشتې راهیسې کله، چې د طالبانو لاس ته ولویدو، په تیرو اتو میاشتو کې د محاصرې په حال کې دی.

همدا اوس د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ  د وسله والو په لاس کې ده او د دې ولایت چهاردره او دشت ارچي هم د طالبانو له لوړ ګواښ سرمخ دي.

په دې ولایت کې هم وسله والو د جګړې تمرکز د کندز مرکز پر شاوخوا سیمو ور ټول کړی او یواځی د کابل – شمال د لارې مسیر د افغان ځواکونو په واک کې دی.

د بغلان ډنډغوري، ډنډ شهاب الدین او مرکزي بغلان له هغو سیمو دي، چې په کې د تهدید کچه د دې ولایت تر دوشي، تالاوبرفک، پلخمري او بورکې لوړه ښودل کیږي.

د مرکزي بغلان شاوخوا سیمې ډېر وخت د وسله والو طالبانو د بریدونو شاهدې دي او وسله وال طالبان وخت نا وخت د مسافرو د موټرو د تلاشۍ ترڅنګ، ان افغان ځواکونه هم د خپلې محاصرې لاندې راولي.

د غزني ولایت مرکز ته ورڅېرمه او کابل – کندهار پر لویه لار پرتې د قره باغ، مقر، اندړ او ناوه له هغو ولسوالیو یادیږي، چې د ګواښ کچه په کې لوړه ده او وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د دې ولایت د ښار پرشاخوا سیمو د جګړې تمرکز ډېر کړی دی.

د غزني د ښار څنډې هم کله ناکله د دولت او وسله والو مخالفانو ترمنځ د جګړو شاهدې وي، د غزني د امنیه قوماندان په وینا د اندړو ولسوالۍ جګړه د طالبانو کمانډويي پوځیان رهبري کوي.

د ننګرهار په ګاونډ کې پروت لغمان، چې په تېرو وختونو کې نسبتا د امن ولایت یادیدو، په تیره یوه اونۍ کې د نا امنیو لمن ان د دې ولایت مرکز مهترلام ته را رسیدلې او وسله وال توانیدلي د مهترلام او الینګار ترمنځ لار وتړي.

د جګړې تمرکز تر ډېره د لغمان الینګار او اليشنګ ولسوالیو ترڅنګ پر مرکز مهترلام زیات شوی دی.

بل پلو امنیتي چارواکي وایي، چې له وسله والو طالبانو د هلمند، کندز، بغلان، غزني او لغمان ولایتونو د تصفیې په هدف عملیات پیل شوي دي.

د افغانستان د یوشمېر ولسوالیو پر مرکزونو د وسله والو له لوري د جګړې تمرکز داسې مهال دی، چې په افغانستان کې د امریکا د بیا رغونې له پروژو څخه د څار ادارې یا سیګار په خپل تازه رپوټ ویلي، چې په تیرو څلورو میاشتو کې افغان حکومت د افغانستان پر پنځه سلنه نورې خاورې هم خپل حاکمیت له لاسه ورکړی او طالبانو په یو ډول د ۱۹ ولسوالیو واګې په لاس کې لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button