مدثر همراز
نه پوهېږو څه وکړو نادانه يو الله
په خپله سرکشۍ کې سرګردانه يو الله
ستا د نعمتونو او د ورکړې ځواب نه لرو
ستا په بندګۍ کې ښه ناځوانه يو الله
هاغه مقدس کور ته مو کله ربه وروله
لرې په عجم کې له جانانه يو الله
ستا د مغفرت او د رحمت اندازه نه شو کړی
موږ ډېر ګنهګار او ډېر پښېمانه يو الله
دا خاورې ځوانۍ که ستا په لاره کې قبولې شي
لوړ به شهادت کې تر اسمانه يو الله
کبر کړي انسان خو د انسان تخليق ته نه ګوري
های های څومره لرې له خپل ځانه يو الله
دا په وينو سور بازار او دا په وينو سرې ځوانۍ
تنګ په دې جهان کې ډېر بېشانه يو الله


















