فاریاب: پښتونکوټ کې طالبانو د ۳ پوستو په شمول ۴ پراخ کلي له افغان ځواکونو څخه نيولي دي

(کابل ټکی کام :سه شنبه،تله۱۴ ،۹۴ ۱۳ل)
له فاریاب ولایت پښتونکوټ ولسوالۍ نه په تازه راغلي خبر کې ويل شوي دي چې : نن له غرمې مخکې یوه بجه شاوخوا د یادې ولسوالۍ اړوند د موقاني ، کولني ، جوند اوخارترک په سیموکې د طالبانو له لوري افغان ځواکونو په پوستو او مرکزونو پراخ تصفیوي عملیات پیل شول چې آن تر ماذديګر ۵ بجو پورې يي دوام وکړ.
طالبان وايي چې د یادو عملیاتو په پایله کې د ۳ پوستو په ګډون ۴ کلي په ټولیزه توګه ونيول ، او افغان سرتېرو د تلفاتو په لیدو سره له سیمې نه پښې سپکې کړې ، او ددوي ملګرو ته پکې ځاني تلفات نه دي اوښتي .
حماس افغان



