امریکا : کولمبیا ایالت په ورستیو ۱۰۰۰ کلونو کې کم ساري بارانونه شوي

(کابل ټکی کام :سه شنبه،تله۱۴ ،۹۴ ۱۳ل)

د امريکا کولمبیا ایالت کې ۳۶ سانټي متره تېز بارانونه شوي، چې په تېرو زرو کلونو کې يي ساری نه ده لیدل شوی .

امریکا د کولمبیا ایالت هوا پېژندنې ادارې ويلي دي چې په تېرو زرو کلونو کې دا لومړی ځل دي چې بې ساري بارانونه کيږي .

دغو بارانونو او سیلابونو لږ ترلږه  ۱۱ تنه مړه کړي، او یو شمېر نور يي ټپیان کړي دي، چې مړو کې ۷ تنه اوبو ډوب کړي او ۴ تنه نور يي د ټرافیکي پېښو قرباني شوي دي .

د هوا پېژندنې ادارې زیاته کړې چې د جمعې له شپې راهيسې تېزو  بارانونو چې ۳۶ سانټي متره ته يي اندازه رسېده په تېرو ۱۰۰۰ کلونو کې داسې بارانونه نه دي ليدل شوي .

چارواکي وايي چې د بارانونو او سيلابونو له امله ۲۶ زره تنه د برېښنا له ستونزو سره مخ شوي او  تر ۴۰ زرو نور يې د پاکو اوبو د نشتوالي د ستونزو سره مخ دي .

د یادونې وړ ده چې دغو توپاني سیلابونو د کولمبیا مختلفې برخې زیانمنې کړي او په ډېری سیمو يي مواصلاتي لاري تړلي دي، چې یو شمېر ایسار خلک د هلیکوپټرو او کیشتیو په مټ ژغورل شوي دي .

حماس افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button