داعش جنګیالیو ننګرهار کې له یوه ځوان افغان سر پرې کړی

(کابل ټکی کام :سه شنبه،تله۱۴ ،۹۴ ۱۳ل)

ننګرهار : دداعش سخت دريځې وسله والې ډلې په ننګرهار ولايت کې له يوه افغان ځوان څخه د جاسوسۍ په تور سر پرې کړی دی.

دغه وحشیانه عمل د داعش جنګیالیو  ننګرهار  ولایت د کوټ ولسوالۍ اړوند چينار کلي یوه افغان اوسېدونکي  شاپور سره ترسره کړی ،چې د داعش وسله والو افغان امنيتي ادارو ته په جاسوسۍ تورن کړی وه .

د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش وسله وال له ډېرې مودې راهیسې  فعال دي چې پکې ځينې نامعلوم  او بې هویته  خلک راټول شوي دي ، نه کومه اسلامي تګلاره او نه کوم  منشور لري .

افغانستان کې ننګرهار یو له هغو ولایتونو څخه دي چې د داعش جنګیالي پکې شتون لري ، او ډېرې کورنۍ يي له سیمې  نه کډه کولو ته اړ کړي دي .

ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې له دې وړاندې هم  لس تنه هغه ولسي خلک چې طالبانو سره د همکارۍ  په تور نيولي وه په بمونو الوزولي وه، چې د ډېرو  خلکو د کرکې لامل شول .

حماس افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button