دهنه غوري دوه درو کې طالبانو ۳۵ کلي او ۴ غټ بېسونه نيولي

(کابل ټکی کام :چهار شنبه،تله ۱۵ ،۹۴ ۱۳ل)

بغلان : نن طالبانو په یوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې، د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ اړوند ۲ مهمو درو ( پشقول او صیاد) یې له افغان ځواکونو څخه پاکې کړي دي .

د طالبانو له قوله، د پشقول دره چی ۲۰ کلي، ۲ لوی نظامي مرکزونه او صیاد دره ۱۵ کلي ، ۲ نظامي مرکزونه لري، په پشپړه توګه له خپل دښمن څخه نيولي دي .

دغه راز طالبانو ويلي دي، چې دبغلان ولایت ډیری سیمي په تیرو څو وروځو کې لاس ته ورغلي او افعان ځواکونه له سیمو تښتېدلي دي .

د یادونې وړ ده چې په دې اړه چارواکو څخه نه دي ويلي، اونه طالبانو د مرګ ژوبلې راپور ورکړی .

حماس افغان

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button