د کندز ښار د اور په لمبو کې
کندز ښار د اور په لمبو کې
کابل ټکی کام فرید احمد
د تېرې شپې راپدېخوا د کندز ښار د سختو جګړو شاهد دی.
هره یوه ګړۍ وروسته د کندز په ښار کې حالات بدل ښکاري، د کندز د مرکزي چوک په سر تقریباً ساعت وروسته بیرغونه بدلیږي.
تېره شپه د کندز ښار د طالبانو په لاس کې و، او د کندز د مرکزي چوک په سر سپین بیرغ د «لا اله الا الله» کلمې په درلودلو سره رپېده چې وروسته افغان او امریکايي ځواکونه همدې ځای ته ورسېدل او د طالبانو بیرغ یې راښکته او هغه یې وسوزاوه، ګړۍ وروسته طالبان بیا هلته واکمن شول، او امنیتي ځواکونو ته یې درانه تلفات واړول.
زمونږ همکار په سیمه کې هره ګړۍ خبر راکوي، ترڅو چې مونږ خبر نشر ته سپارو په کندز کې حالات بدل شوي وي او خبر نوې بڼه غوره کړې وي.
همدا شېبه په کندز کې زمونږ همکار د ملي اردو له یوه عسکر سره خبرې کړي دي.
عسکر وايي: « په کندز کې طالبان داسې ندي لکه په نورو ولایتونوکې….، دلته له طالبانو سره ټانګونه او درنې اسلحې، او پيسې شته دي، د خلکو د پوره همکارۍ څخه برخورداره دي.»
دی وایي: « په کوم ځای کې چې مونږ کمین ونیسو، او یا ځای پر ځای شو نو د شا لخوا پر مونږ ډزې وشي او درانه تلفات راواړوي.»
عسکر زیاتوي: «زما په نظر باید کندز ښار د یو څه وخت لپاره همداسې د طالبانو تر واک لاندې پرېښودل شي چې ملت له طالبانو څخه زړه تورۍ شي نو بیا به مونږ کامیاب شو، طالبان د ملت په ګټه ندي، هغوی د پاکستان … دي، هغوی دا ملک په پاکستان خرڅ کړی دی.»
زمونږ همکار دادی د کندز مرکزي چوک ته ورسیدۍ.
له یوه جنګیالي طالب څخه پوښتنه کوي، چې ولې په کندز باندې خپل واک دوامداره نشي ساتلی.
طالب په ځواب کې وایي: «مونږ غواړو دښمن ته درانه تلفات واړوو، د هرې مرمۍ په بدل کې لس مرمۍ ترلاسه کړو، نو ځکه د کندز د ښار بعضې منطقې په قصدي توګه هغوی ته پرېږدو، چې وروسته بیا جنګ پرې شروع کړو، او دوی په تېښته سره وتښتي او د ځاني تلفاتو برسیره ډير غنایم مونږ ته پرېږدي.»
د کندز په ښار کې عام خلک وارخطا ښکاري، له چا سره هم په خلاص زړه خبرې نشي کولای، ځکه ګړۍ وروسته دوی په خپلو کوڅو کې نوې څېرې ویني.
دا دی زمونږ همکار یو عام وګړۍ پیدا کړ چې د خپلې دروازې مخې ته ولاړ دی.
له جوړ پخیر وروسته؛ وروره، په ښار کې مو څه حال ده؟
ښاري ځوان: «ولا ورور جانه، نور نه پوهېږو په مونږ قیامت دی، په کورونو کې مو مشکلات پيدا کېږي، مریضان دي، ډوډی نه وي، دباندې ولاکه وتلای شو.»
دباندې ولې نشی وتلای؟
«خو جنګ نه وي، هر دقیقه حالات بدل وي، کله وایي ملېشې راغلې، کله وايي دولت راغی، کله وایي طالبان راغلل، څوک چې پوښتنه راڅخه وکړي د زړه خبره ورته نشو کولای.»
ښه وروره دا راته ووایه چې جنګ چا ګټلی دی؟
« معلومه خبره ده چې طالبان سخت جنګ کوي، تکتیکونه کوي، هره ورځ دولتي ملېشو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړوي، بس دواړو خواووته مسلمانان وژل کېږي، الله پاک دي ارامي راولي.»
همدا شېبه کندز د چا په لاس کې دی؟
« کندز هر وخت د طالب په لاس کې دی، هغه دولت چې دلته واکمن و هم کندز د طالب سره و، چې طالب به څه وغوښتل هماغه به کېدل اوس هم طالب دولتي عسکرو ته لاره ورکړي هغه راشي بیا جنګ پرې شروع کړي او ښه ډیر پکې ووژني هغوی بیا وتښتي، اسلحې او مهمات یې د طالبانو لاس ته ورشي.»
«هاغه دی وینې چې مرکزي چوک بیرغ نلري، دا ځکه چې اوس جنګ په شدت سره روان دی طالبان نشي کولای خپل بیرغ ودروي ترڅو دولتي عسکر ښه لرې پسې وانخلي.»



