خان اباد ولسوال حيات الله اميري: د کندوز خان اباد ولسوالۍ طالبانو سقوط کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۳۰) الماس خدرخېل

د کندوز ولات چارواکو منلې، چې خان اباد ولسوالۍ له امنيتي ځواکونو سره له جګړو وروسته طالبانو سقوط کړه.

د خان آباد ولسوال حیات الله امیري د طالبانو له لوري د دې ولسوالۍ نیول منلي او وایي ، چې وسلوالو طالبانونن سهار اته نیمې بجې د ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومنداني ونیولې.

ولسوال زياتوي، چې د دوی ځواکونه د مهماتو او مرستندويه ځواکونو له کمښت سره مخ او شاتګ ته اړ شوي.

بل پلو طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې د خان اباد په جګړه کې يې يو شمېر سرتيري وژلي او په زياته اندازه وسلې او مهمات يې تر لاسه کړي.

د يادونې وړ ده، چې تېره شپه درې بجې طالبانو د ننګرهار حصارک ولسوالۍ هم په بشپړه توګه ونيوله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button