
بېړنی خبر: د کندوز خان اباد ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوه
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۳۰) الماس خدرخېل
طالبانو په یو رالیږل شوي خبر کې ویلي، چې نن سهار وختي طالب ځواکونو د خان اباد ولسوالۍ پر مرکز او امنیتي پوستو پراخ عملیات پيل کړل، چې په نتیجه کې ولسولۍ په ټولیزه توګه د طالبانو لاسته ولویده.
طالبان ویاند وايي، چې د خان اباد ولسوالۍ مرکز، د امنیت ملي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او د ولسوالۍ ټولې امنتي پوستې یې نیولي دي، او اوسمهال هم جګړه په شدت سره روانه ده.
طالبانو ویلي، چې په سیمه کې یې د عکس پوسته، د اختر پوسته او د شوراوبندر پوسته هم د طالبانو لاسته لویدلي دي.
ویاند د ۱ رینجر موټر او د ګڼ شمیر وسلو د غنیمت خبر هم ورکوي.
تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
نور جزئيات وروسته…
د یادونې وړ ده، چې څو ساعته مخکې په ننګرهار ولایت کې د حصارک ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته ورغلې ده.



