امریکا افغان پوځ ته ۴ نورې چورلکې ورکړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۶) زرغون خوږیاڼی

د امریکا هوايي ځواکونو څلور (MD530) ماډل چورلکې د افغان هوايي ځواکونو سره مرسته وکړه.

د امریکا د هوايي ځواکونو سرچینو ویلي، چې ام ډي ۵۳۰ ماډل چورلکې د امریکا د کلیفورنیا ایالت د ټرافیس له هوايي اډې څخه کابل ته د افغان پوځ د ملاتړ لپاره واستول شوې.

 د امریکا د هوايي ځواکونو د قطعې قوماندان جګړن بیل اشرفورډ ویلي، چې دا چورلکې د مخکینیو په پرتله پرمختللې او زیاتې مجهزې دي.

ده ویلي، چې یادې چورلکې د راکټ او ماشیندارو چلولو د ظرفیت سربیره د څارنې په ښه سیستم سمبالې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button