ترکيې ښځينه پوليسو ته د پړوني پر سر کولو اجازه ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۶) الماس خدرخېل

د ترکيې رسنيو له قوله چې د دې هېواد ښځينه پوليسو ته د پړوني پر سر کولو اجازه ورکړل شوه او له دې وروسته د ياد هېواد ښځينه پوليسې کولی شي، چې د نظامي خولۍ لاندې پړونی واغوندي.

په  ترکیه کې  په ۲۰۱۳ کال کې  د ولسمشر  رجب طیب اردوغان په دولتي‌ اداراتو کې  د پړوني‌ د په سر کولو  اړوند  قوي‌ اصلاحات رامنخته کړل. ددې اصلاحاتو  لمن  لا پسې پراخه   او ښځینه  پولیسو ته د دندې  پر مهال  د پروني‌ یا حجاب  په سر کولو  پر وړاندې  موجود ټول خنډونه لرې کړل.

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت په يوه خپره شوې اعلاميه کې په رسمي ډول ويلي، چې د ترکيې هېواد ښځينه پوليسې کولی شي، چې د رسمي يونيفورم د خولۍ لاندې د يونيفورم سره همرنګه پړونی يا حجاب په سر کړي.

دا لومړی ځل دی چې د ترکيې حکومت ښځينه پوليسو ته د رسمي يونيفورم سره د پړوني پر سر کولو اجازه ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې په ځينواروپايي هېوادونو کې ښځينه پوليسې د دې اجازه لري چې د نظامي يونيفورم لاندې پړونی پر سر کړي، خو ځينې نور هېوادونه، لکه انګلستان او کاناډا کې ښځينه پوليسو ته د دندې پر مهال د پړوني د پر سر کولو اجازه نشته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button