روسيه: د اور لږیدلو له امله ۱۶ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۶) الماس خدرخېل

په روسيه کې ۱۶ کسان هغه وخت وسوزېدل، چې د چاپ کولو په کارخانه کې يو ګودام اور واخيست. ويل کېږي اور د مسکو شمال شرق طرف ته په يوه چاپخانه کې لږېدلی.

چارواکو ويلي، چې په پېښه کې څلور تنه ټپیان يې روغتون ته لېږدولي او ۱۲ تنه نور يې د اور د سوزېدلو نه ژغورل شوي دي.

د روسيې د بېړنيو مرستو وزارت ويلي، چې د اور مړ کولو په وخت کې يې له يوې کوټې نه د ۱۶ کسانو سوزېدلي جسدونه راويستلي دي.

پوليسو ويلي، احتمال لري چې د نوموړې کمپنۍ سوزېدلي کار کوونکي مهاجر وي.

د مسکو شاروال سوبيانين ويلي، چې څېړنه روانه ده، ترڅو د دې علت معلوم کړي، چې د څه له امله اور لږېدلی دی.

تر دې دمه د اور لږېدلو علت نه دی روښانه شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button