وصال
کلـي کـې مـو اوســي یو چنـار ســړی
مونــږه لیـونـي هغـه هـوښیــار ســـړی
ګــوره چـې ســلام منـي کـه نـې منــي
چـــيرته غـرڅنی چیـرتـه د ښـار ســــړی
مینــه ویـنــه پـلــــوري په یـو څــو روپـــو
اوسـي مـو لستـوڼـي کـې یو مار سـړی
رټـه شـوه کیســه یـې نیـمه پاتـه کـــړه
لاړه ویـل راځـي به مـې له کار ســـړی
سـره لاســونـه مـه ښـیه هـرچـا ته دې
صـــبر شــه راځـي له تا نه ځار ســـړی
اوریــدم وصــال چــې ژړیــدمــه نـــن
څنګ کې مې هیڅ نه و لکه یار سړی


















