امریکايي بې پیلوټه الوتکې د ایران هوايي حریم ته د ننوتلو کوښښ کړی، د ایران خبرداری

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۹) زرغون خوږیاڼی

د ایران د خاتم انبیا، قرارګاه هوايي ځواکونو د امریکایانو یوه بې پيلوټه جاسوسي الوتکه مخکې له دې چې د ایران خاورې ته ننوځي،  په نښه کړه.

دې جاسوسي بې پیلوټه الوتکې د ایران هوايي حریم ته د ننوتلو کوشش کولو، چې د ایران د هوايي ځواکونو لخوا په نښه او وپيژندل شوه، دې الوتکې غوښتل چې د ایران له خیځ څخه دغه هیواد ته ننوځي، چې د هوايي ځواکونو له اخطار ورکولو وروسته وګرځول شوه.

ایراني چارواکو ویلي دي، چې دا بې پيلوټه څارګره امریکايي الوتکه وه، چې د افغانستا د کندهار له هوايي اډې نه یې د ایران په طرف د جاسوسۍ لپاره پرواز کړی و.

ددوی په وینا، دا څارګره بې پیلوټه الوتکه د ایران خاورې ته ۲۰ میله نږدې شوې وه، چې د ایران د هوايي ځواکونو د پریکنده اخطار سره مخامخ شوه.

د یادونې وړه ده چې مخکې هم امریکايي بې پیلوټه الوتکې د ایران هوايي حریم ته د ننوتلو هوډ کړی و، چې یو ددوی څخه یې په ۱۳۹۰ هجري کال کې یوه امریکايي بې پیلوټه الوتکه د ایران لخوا ونیول شوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button