د تیرو څلورومیاشتو راپد یخوا دافغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکی د پاکستان لخوا د تورخم د در وازې په جوړولواو وروسته بیا د تړلوله امله خرابې شوې چې دادې نن ېې دیارلسمه ورځ ده چې د سپین بولدک – چمن لار هم دافغانانو پرمخ تړلې ده.
پاکستاني چارواکو چې د پاکستان په بیلابیلو ایالتونو اوپه ځانګړې توګه په پیښور او کویټه کې افغان کډوال دغیرقانونی په نامه ونیول او خپل هیواد ته ېې واستول په کندهارکې هم د پاکستاني کارکوونکو سره دافغان امنیتي ځواکونولخوا ورته چلند وشو.
د کویټې نه ترلاسه شوي راپورونه وایی چې تیره ورځ د کویټې پولیسو تر پنځو سوو پورې افغانان چې د کویټې د پولیسوپه ویناغیرقانوني او په کویټه کې میشتو افغانانوپه ویناسره دکارډونو ترشپږسووپورې افغانان دکویټې دملیشو لخوا نیول شوي دي .
په پاکستان کې دافغان کډوالو په مقابل کې دمرکز پالیسي څوځلې بدله رابدله شوي خو په کویټه کې پاکستاني چارواکو تراوسه پورې کویټه میشتو افغانانو سره ښه چلندکاوه اما دسپین بولدک او چمن تر منځ دلارې په تړلوسره اوس دکویټې پولیس هم افغانان نیسي او خپل هیوادته ېې اړوي.
په کویټه کې میشت افغان کډوال د پاکستاني چارواکو دا سرټکوی چې خپل هیواد ته د تلونکوکورنیوپه لسګونو ولاړو لاریوته هم اجازه نه ورکوي چې ولاړې شي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرادارمحمد داوود خان او ذالفقارعلي بټودحکومتونو ترمنځ اړیکې ډیرې خرابې شوې وې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دحالاتو خرابوالی د جګړی ترحده رسیدلي و چې بالاخره افغانستان ته د ذالفقار علي بټود سفر را وروسته د دواړو هیوادونو په موافقه اړیکې په دوستۍ بدلې شوې په کابل کې دواړو مشرانو موافقه وکړه چې په اسلام آبادکې به د اواز دوست په نامه دفارسي اوپه کابل کې به د اردوژبې نیم ساعته پروګرام دواړه هیوادونه په خپلو راډیوګانوکې پیل کړي .
په افغانستان کې دکمونستي کودتا راوروسته ۱۳ځلې دافغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوي دي خو د څه وخت په تیریدوسره بیاعادی حالت ته راګرځیدلي دي.
په پیښوراو کویټه کې دافغان کډوالو نیول او په کویټه کې دیوې افغان دیني مدرسې تړل به ددواړو هیوادونواړیکې نورې هم پسې خرابې کړي پکارده چې د دواړو هیوادونو مشران داډول ستونزي دخبرو له لارې سره حل او دواړه ورونه هیوادونه یودبل سره د همکارۍ او دوستۍ د پراخوالي لاسونه ورکړي .
په دواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان کې روانې بدامنۍ دیوبل سره په ګډو همکاریوسره له منځه وړل کیدای شي افغانستان او پاکستان که هرڅو ېې اړیکې خرابې شي بیابه هم دا اړیکې دګاونډیتوب په بنیاد ضرورده چې دیوبل سره بیا له سره ښې کړي.
ښه داده چې دواړه ورونه هیوادونه د را ولاړ شوي تاوتریخوالي له امله اړیکې نورخرابوالي ته پرینږدي ترڅو د دواړو ولسونو ترمنځ هراړخیزه ورورګلوي په خپل ځای پاتې شي داکارهغه وخت کیدای شي چې نور دواړه هیوادونه یودبل هیواد افراد دغیرقانوني به نامه ونه نیسي او په خپلومنځوکې دیوه تن او وجود په څیرپه ښه ګاوانډیتوب سره ژوند وکړي.


















