پرويزخټک: تر ۱۵ نومبر پورې به د نا رجسټر افغان کډوالو خلاف هيڅ ډول قانوني کړنې نه کيږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۰) الماس خدرخېل
د خيربر پښتونخوا ایالت وزير اعلی پرويز خټک ويلي، چې په پښتونخوا کې د پوليسو له لوري د افغان کډوالو زورول زمونږ تګلاره نه ده او نه هم زمونږ حکومت غواړي چې افغان کډوال دې په زوره له دې ايالت څخه وايستل شي.
پرويزخټک زياتوي، چې افغان کډوال د دوی لپاره ستونزه نه، بلکې هغه کډوال ستونزه ده، چې د ده په خبره راجسټر شوي نه دي. خو نوموړي اعلان وکړ چې د نومبر میاشتې تر پنځلسمې نېټې به هغه افغانان چې راجسټر شوي نه دي، هغوی هم د پولیسو لخوا په چاپو کې نه نیول کېږي.
پرويز خټک د ټولو سیاسي ګوندونو د استازیو تر ګډې غونډې وروسته خبريالانو ته وويل: په دغه غونډه کې پرېکړه شوې، چې د هغو افغان کډوالو کورونه او دوکانونه چې دوی يې پلورل غواړي، هغوی ته به هم داسې زمينه برابروي چې څوک يې ور څخه په ارزانه بیه وانه خلي.
په ياده غونډه کې په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير رستم شاه مومند په مشرۍ يوه کمېټه جوړه شوه، چې له دغې کميټې سره به هره اونۍ د افغان کډوالو مشران او پوليس چارواکي ويني او د افغان کډوالو د ستونزو او ځورولو په هکله به معلومات ورکوي.
په دغه غونډه کې د تحریک انصاف ګوند، عوامي نشنل ګوند، قومي وطن ګوند او د یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو استازیو ګډون درلود.
د پښتونخوا حکومت دا غونډه تر هغه وروسته رابللې، چې په پاکستان کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو مشرانو په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره لیدلي و او هغه ته يې شکایت کړی و، چې په پښتونخوا کې يې پولیس ځوروي.
پرويزخټک وايي “تر ۱۵ نومبر پورې به د نارجسټره افغان کډوالو پر ضد ايف آيي آر نه درج کيږي او نه به يې هم له پولې پورې اړوي. پوليس به ورته اخطار ورکوي چې تر ۱۵ نومبر پورې يا افغانستان ته ولاړ شي او يا دې هم قانوني کاغذونه برابر کړي. له ۱۵ نومبر وروستو که وفاقي(مرکزي) حکومت افغان کډوال رجسټر کوي او يا د دوی په اړ څه بله پريکړه کوي نو موږ به پرې عمل کوو.”
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا سينير صوبايي وزير عنايت الله خان وايي، چې بايد د نړيوال او قامي قانون له مخې افغان کډوالو ته پاکستاني شهريت(تذکره ) ورکړل شي.
بل پلو د خيبر پختونخوا پخوانی وزير اعلی اميرحيدرخان هوتي خبريالانو ته وويل:زه افغانانو ته مهاجر نه وايم. افغانان وروڼه يې بولم. که دوی سره زور زياتی کيږي نو دا به د پاکستان او افغانستان تر منځ بې باوري لا نوره ډيره کړي. د دواړو هيوادونو امن د يو بل سره تړلی دی نو پکار ده چې د اړيکو د خرابولو پر ځای د افغانانو ستنول د هغوی سره په سلا مشوره وشي.
د يادونې ده، چې مرکزي حکومت پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د روان کال تر ۳۱م دسمبر پورې غځولې ده او يو اين ايچ سي آر ويلي دي، چې د کډوالو د واپسۍ عمل د مخکې په پرتله ګړندی شوی دی.



