د پښتو ژبې تکړه شاعر پروفیسر رحمت الله درد په ۸۶ کلنۍ کې ومړ

کابل ټکی کام ۱۰وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پښتو ژبې تکړه، نامتو، نازک خیاله او ژور فکره شاعر، پروفیسر رحمت الله درد له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.انا لله و انا الیه راجعون.
نوموړی له ډېره وخته ناروغ وو، چې بالاخره یې د ۸۶ کلونو په عمر ساه ورکړه.
پروفیسر رحمت الله درد رحمه الله د پښتنو له ډېرو غورو شاعرانو څخه وو، چې ډېری اشعار یې د (کلیات درد) په نوم خپاره شوي دي.
نوموړي ۸ شعري ټولګې چاپ کړې وې.
رحمت الله درد اوسمهال په کوئټه کې اوسېده، خو اصلي ځای یې لکي مروت وو.
د رحمت الله درد دا دوه بیتونه مې چې لیدلي دي، زما ورسره محبت پیدا شوی دی.
څه په مزه مزه مې مخ ته ایینه کې کتل
د تندي ګونځو کړو رامنځته د وختونو حساب
زما د نن ورځې ګناوې د شمارلو نه دي
ته رانه غواړې لویه خدایه، د عمرونو حساب

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button