(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۱) الماس خدرخېل
ويل کېږي، چې د کندهار ميوند ولسوالۍ تيموربند سيمه کې د طالب وسلوالو او امنيتي سرتيرو تر منځ په جګړو کې ۵ طالب وسلوال او ۴۲ امنيتي سرتيري وژل شوي دي.
د کندهار چارواکو رسنيو ته ويلي دي، چې بريد تېره شپه طالبانو په ياده سيمه کې د امنيتي ځواکونو په قرارګاه او پوستو کړی، چې پکې درنې او سپکې وسلې کارول شوي دي. دوی زياتوي چې په نښته کې يو شمېر امنيتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره جزياتو په هکله يې بې خبري ښودلې.
طالب ويندوی قاري یوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې بند تيمور کې يې د يوې قرارګاه د نيولو تر څنګ اته پوستې له امنيتي ځواکونو نيولي او ۲۴ ميله سپکه او درنه وسله يې هم ترلاسه کړې ده.
احمدي زياتوي، چې د نښتو پر مهال يې ۴۲ امنيتي ځواکونه وژلي او ګڼ نور يې مرګوني ټپيان کړي دي.
په ياده جګړه کې طالب ويندوی د خپلو ۴ تنه ملګرو د وژل کېدلو تر څنګ د ۵ نورو د ټپي کېدلو خبر هم ورکړی دی.


















