د دوستم ګوند په شهرارا تپه کې د کلکاني د تدفین اجازه نه ورکوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۱) زرغون خوږیاڼی

د عبدالرشید دوستم اړوند ملیشو د شهرارا تپه محاصره کړې ده، دوی وايي په دې ځای کې د حبیب الله کلکاني د بیا دفن کولو لپاره اجازه نه ورکوو.

د د جنبش ګوند یو ویاند کنشکا ویلي، چې په دې ځای کې د کلکاني د بیا دفن کولو لپاره به ازبکان په هیڅ صورت کې اجازه ورنکړي، دوی وايي، چې د شهرارا تپه ددوی نیکونو پورې مربوط ده.

که حکومت دا کار وکړي:((مونږ به یې بېرته له خاورو راوباسو)).

ویاند زیاتوي، چې دوی د کلکاني او دده د افرادو په بل ځای کې د بیا دفن کولو سره هیڅ ستونزه نه لري.

بلخوا افغان ولس په پلازمینه کې یاده تپه د کلکاني په نوم کولوسره مخالفت لري؛ خو اجرائيه ریاست وايي دا د خلکو غوښتنه ده چې کلکاني دې په شهرارا تپه کې دفن شي.

د کلکاني پلویان وايي، چې د وږي تر ۱۳ نیټې پورې به دکلکاني د بیا تدفین مراسم جوړوي او په پلازمینه کې د شهرارا تپه به دده په نوم کوي.

تر اوسه پورې ارګ په رسمي توګه د کلکاني د بیا تدفین د ځای په اړه څه نه دي ویلي.

داسې هم ویل کیږي، چې د حبیب الله کلکاني پلویانو د شهرارا تپې نه وروسته د کابل ښاروالۍ اړوند د کلوله پشته تپې ته مخه کړې ده او غواړي چې د کلکاني مبهم جسد دغلته دفن کړي.

د امان الله خان په واکمنۍ کې چې کله امان الله خان د اروپا په سفر وو، کلکاني ارګ محاصره کړ او امان الله خان یې استعفا ته اړ کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button