تبصره
په اسلامي هېوادونو کې مجرم ته د جرم په ثبوت سزا یا اعدام د اسلامي اصولو په رڼا کې ورکول کیږي. هغه هم د اسلامي لارښوونو مطابق چې د انسان ټول انساني کرامات په کې خوندي وساتل شي.
د ملګروملتونو د بشر د حقوقو سازمان د راپور پر اساس په ایران، سعودي، پاکستان او افغانستان کې د نورو اسلامی هېوادونو په پرتله زیات مجرمین اعدامیږي او د اعدام عمل هغه وخت اجراکیږي، چې درې واړه محکمې پرې د اعدام حکم صادرکړي.
په اسلامي احکامو او د یوه دولت په جوړ اساسي قانون کې اعدام ترټولو مسئلو پیچلې مسئله ده، چې اوس وخت په اکثرو هیوادونو کې اعدامونو سیاسي رنګ موند لې دی، هغه موخه چې یو دولت ېې په اعدام بقا ترلاسه کوي له لاسه ېې ورکړې ده.
د اسلام د نزول څخه د مخه د یوه مجرم لپاره سخته سزامرګ و، چې کوم مجرم به د مرګ په سزا محکوم شو، د هغه د مرګ لپاره به د۵۰ قاضیانو پریکړه ضروری وه، چې وروسته د۵۰ قاضیانو له پریکړې به په مرګ محکوم مجرم ته د زهرو ډکه پیاله ورکړل شوه او په پوره خاموشۍ سره به مجرم د مرګ په خوب ویده شو، سقراط هم همداسې کړي وو.
په افغانستان کې د اعدام په اړه په اساسي قانون کې په پوره غور دا عمل حکم شوی دی؛ خو ستونزه په دې کې دا ده چې په ځای ددې چې په اعدام سره ولس او حکومت ته ژوند ورکړل شي، ولس او حکومت ته بقا ور وبخښي د فنا لورې ته ېې راکاږي.
د هېواد واکمن یا ولسمشر ته چې د وروستۍ اجرا لپاره په اعدام د محکوم لاس لیک ته اړتیا لیدل کیږي او بې د ولسمشر له لاس لیکه د اعدام عمل نه اجراکیږي، دا په دې خاطر چې د یوه هیواد ولسمشر د اعدام د لاس لیک پر مهال د خپل هیواد بقا اوفنا دواړه په نظرکې نیسي.
مونږ دا منو چې درې ګونې محکمې په یوه مجرم د جرم د اجرا امر ورکولای شي؛ خو هغه قاضیان چې په دې دولت کې د قضا چپنې پرغاړو لري اوس په پخواني عدالت او باور نه دي پاتي.
په افغانستان کې چې په زندانونو کې په مرګ محکوم زندانیان د خپل برخلیک شپې سبا کوي په دې کې د هېواد بقا او فنا باید دواړه په نظر کې ونیول شي.
تېره ورځ د دولت لخوا د یوه طالب د اعدام خبر رسینو کې خپور شو، وروسته بیا رسنیو د طالبانو سره په زندان کې د کاناډايي او امریکایي زندانیانو وډیو خپره کړه، چې د طالبانو په زندان کې بندي زندانیانو د افغان او خپلو خپلو دولتونو څخه د خپل ژوند په خاطر د طالب زندانیانو د اعدامونو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
په ویډیوکې نارنیه او ښځینه بندیانو دواړو د دولت لخوا د طالبانو د اعدام د ځنډولو غوښته په دې کړې، چې طالب مشران به ېې غچ له دوی واخلي او په پایله کې به د افغان دولت سره د دوی د دولتونو اړیکې پریکړل شي.
په ویډیو کې د طالبانو په ولکه کې زندانیانو ویلي: کاناډا او امریکا دې د افغان دولت لخوا د اعدام اجرا او پالیسي بدله کړي، ترڅو هغه چاسره چې مونږ بندیان یو د خپلو پلویانو په نه اعدامولو ډاډه شي.
که په ژور نظر په ویډیو کې د طالبانو په زندان کې زندانیانو ویناو ته وکتل شي د افغان دولت بقا اوفنا د هغو هیوادونو چې وګړي ېې د طالبانو سره بندیان دي، د دوی په مرستو پورې تړلې ده او زندانیان ېې د طالبانو سره په زندان کې د ورته عمل انتظار کوي.
دولتي چارواکي دې دا پرځان ومني که طالب زندانیانو ته د اعدام حکم اجراکړي، د ورته عمل سره به مخ شي، چې په پایله کې به حکومت نور د بقاچانس له لاسه ورکړي.
د دې ویډیو په خپریدو سره باید اشرف غني – ډاکټر عبدالله او مشوره ورکوونکي ټول د پوره غور او سوچ نه کار واخلي، امکان لر ي د طالبانو په بند کې څه موده د مخه د پریښودل شوي امریکايي بندي (بریګډال) په څیر زیات شمېر افغانان او بریګیډالان، چې د طالبانو په زندان کې د مرګ ورځې او شپې شمیري را خلاص کړل شی.
دا د هر دولت فرض دي، چې ولس ته هوسا ژوند برابر کړي او که د ستونزو سره مخ شي باید د ستونزو په حل کې د هرډول حکمت نه کار واخلي ترڅو ولس او خپل نظام ته د فنا پرځای د بقا فرصت برابر کړي.


















