بهرني او داخلي ځواکونه په تکتیکي توګه داعشیانو ته سیمې پریږدي

ډاکټر مقدس
بهرنيو او داخلي امنيتي ځواکونو دننګرهار په هسکه مېنه، کوټ او اچین ولسوالیو کې له داعش نیول شوې سیمې بیرته هغوی ته پریښي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د دې ولايت يو شمېر ولسواليو ته د داعش وسلوال بيا ورغلي او د خلکو په ځورولو يې پيل کړی دی.
د دوي په وينا، چې امنيتي ځواکونو په ناببره ډول ټولې ولسوالۍ پرېښي او د داعش وسلوالو بېرته په سيمه کې خپل مرکزونه فعال کړي دي، هغوی وايي چې نه يواځې هغه سيمې داعش وسلوالو نيولي، چې دولت ورته پرېښي دي، بلکې هغه سيمې يې هم نيولي دي، چې مخکې له يادو عملياتو د طالبانو په لاس کې وې.
ځايي وګړي وايي، چې دولت موږ دداعش په دښمني اخته کړي دوی راڅخه ولاړ شي او موږ ورته تش لاس پريږدي، دوی وايي چې عمليات يوه نمايشي بڼه لري.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږګیاڼی له هسکې مېنې، کوټ، نازیان او اچین څخه د امنیتي ځواکونو وتل مني؛ خو وايي چې د ځواکونو شاتګ تاکتیکي دی.
خوګیاڼي ویلي چې امنیتي ځواکونو له دغو سیمو څخه په تکتیکي ډول شاتګ کړی دی، دده په وینا دا کار یې ددې لپاره کړی تر څو په بشپړه توګه د داعش وسلوال ختم کړي.
د سیمې اوسیدونکي د حکومت او بهرني پوځیانو په دې کار شک څرګند کړی، دوی وايي، چې مونږ له داعش سره په دښمنۍ واړوي او دوی بیا راڅخه د تکتیکي شاتګ په بهانه وروسته لاړ شي.
همدارنګه ځايي اوسیدونکو رسنیو ته ویلي دي، چې د داخلي او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ځینې سیمې له طالبانو هم ونیول شوې چې هغه سیمې هم اوس په ښکاره توګه داعش ته ورپریښودل شوي دي.
په ننګرهار کې امنیتي چارواکو ویلي وو، چې د اچین، کوټ او ده بالا ولسوالیو په هغو سیمو کې یې شاوخوا ۸۰۰ سیمه ییز پاڅوانوال ځای پر ځای کړي، چې تازه ترې د داعش جګړه ماران شړل شوي دي؛ خو اوس نه په سیمه کې پاڅون وال شته او نه هم کوم دولتي سرتیری.
تر اوسه معلومه نه ده، چې له لاسه وتلي سیمي به څرنګه او کله دولتي ځواکونه بیرته ونیسي او یا به یې د نیولو عملیات پيل کړي؛ امنیتي ځواکونو د سیمي د خلکو څخه د هغوی د همکارۍ پر مهال ژمنه کړې وه چې په یادو ولسوالیو کې به خپل قوي مرکزونه جوړوي او بیابه هیڅ کله داعش ته دا زمینه نه برابریږي چې بیرته خپلو پخوانیو مرکزونو ته را وګرځي.
د شينوارو علما او قومي مشرانو رسینو ته وویل، چې بهرني ځواكونه داعشيانو ته په لوى لاس لارې پرانيزي، پخوا يې هم د اچين په كركڼۍ سیمه كې د طالبانو دفاعي كرښه ماته كړې وه او داعش ته یې لاره ورکړه.
دوی ویسا ورځپاڼې ته وويل، چې درې ورځې وړاندې د نرۍ اوبو په كلي كې د داعش پر خلاف طالبان راټول شول، چې بيا ګډو ځواكونو پر هغوى بريد وكړ او پينځه تنه يې ترې ووژل.
دوی ويسا ته وويل، چې درې شپې وړاندې د چپرهار په سپين جومات كلي كې طالبان پر داعش ډلې د بريد لپاره راټول شوي وو، چې د شپې پرې د سپېشل فورس په نامه ګډو امريكايي افغان ځواكونو حمله وكړه او دواړو لوريو ته مرګ ژوبله واوښته، په دې جګړه كې د طالبانو پينځه تنه ووژل شول او پر داعش يې بريد ونكړاى شو، چې بيا داعش ډلې د نرۍ اوبو كلى، د چپرهار، ده بالا او كوټ ولسواليو ډېرې سيمې ونيولې او يو شمېر كورونو ته يې اورونه واچول. د چپرهار ديني عالمانو او قومي مشرانو ويسا ته د نوم نه ښودو په شرط وويل، چې په شينوارو كې له لومړۍ ورځې تر اوسه داسې ښكاري، چې بهرنيان داعشيانو ته لارې پرانيزي.
هغوى زیاته کړه، د شينوارو په اچين ولسوالۍ كې، چې داعشيان راپيدا شول، په كركڼۍ سیمه كې د طالبانو دفاعي كرښې امريكايي ځواكونو بمباري كړې او دغه كرښې يې ماتې كړې، چې بيا داعش ته لار پرانيستل شوه، سيمه يې لاندې كړه او زيات مشران يې وژلي او له سيمې څخه یې تېښتې ته اړ كړي دي. دوى وايي، چې موږ څو ځله خپلې دغه ستونزې چارواكيو ته رسولې، خو تر اوسه مو غږ نه دى اورېدل شوى.
د عملیاتو پر مهال حکومت وويل، چې په ننګرهار کې اکثره جنګېدونکي داعش وسله وال پاکستاني دي،خو د ازبکستان،چیچنیا او ځینو نورو هېوادونو اوسېدونکي هم دلته جګړې ته راغلي دي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن ویلي، په دغه هېواد کې د داعش وسله والې ډلې ۷۰ سلنه وسله وال پاکستانيان دي، چې په وینا یې پاکستان کې تر عملیاتو وروسته د ډيورنډ کرښې هاغاړې ته اوښتي او هلته د داعش له وسله والو سره یوځای شوي، چې د پولې له بلې غاړې یې اکمال کیږي.
د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالیو کې په نوم عملیات وروسته له هغه پیل شول، چې دې ډلې په کابل کې په یوه سوله اییز لاریون کې د بمونو انفجارونه وکړل او په سلګونو عام افغانان یې ووژل.
د یادونې وړ ده، چې د اوسني حکومت ځیني لوړ پوړي چارواکي د طالبانو پر ضد د داعش وسلوالو سره په ملاتړ او اکمالولو تورن شوي دي.



