پیښور کې د عیسویانو پر کالونۍ ډله اییز برید شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۲) زرغون خوږیاڼی

 ویل کیږي چې سهار ۶ بجې د پیښور ښار په ۱۵ کیلو مترۍ کې د کرېسچیین په عیسوي کالونۍ ډله اییز وسله وال برید شوی، چې سیمې ته د امنیتي ځواکونو په رسیدو سره سم له برید ګرو سره په جګړه کې ښکیل شوي دي.

د معلوماتو له مخې  ۴  تنه  برید کوونکي  یادې کالونۍ ته  د ننوتو سره سم  په امنیتي ځواکونو او شاوخوا  ډزې  پيل کړې.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته د پوځ سرتیري  سیمې ته راورسیدل  او د برید کوونکو سره په نښته کې ښکیل شول، امنیتي ځواکونو ویلي، چې ۴ واړه بریدګر یې له منځه وړي دي.

عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي،چې  په کالونۍ کې د ۵ چاودنو غږونه اوریدل شوي دي، چې ښايي یو زیات شمیر کسان په کې وژل شوي وي.

ویل کیږيو چې بریدګر په ماشیندارو او راکټونوسمبال و، د سیمې په امنیتي ځواکونو یې د راکټونو بریدونه هم کړي دي، ځینیو یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

ځايی پولیسو ویلي دي، چې په دې پيښه کې د کالونۍ یو تن عیسوي وژل شوی او دوه تنه پولیس ټپیان دي.

د پاکستان  د پوځ ویاند  جنرال عاصم  باجوه په خپله ټویټر پاڼه کې  لیکلي دي، چې  د سهار په وختي ساعتونو کې  ۴ تنو بریدګرو  د پیښور د ورسک ډیم  په سیمه کې  د مسیحیانو په کالونۍ  ډله ایز برید وکړ، چې  ټول برید کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا  له منځه وړل شوي دي.

باجوه ویلي، چې ۲ تنه بریدګرو ځانونو ته چاودنه ورکړې ده او ۲ تنه نور د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

په ځینو رسنیو کې د برید کوونکو شمېر۶ تنه ښودل شوی دی.

تر اوسه د یاد برید پړه چا نه منلې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button