(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۴) زرغون خوږیاڼی
د روانې اوونۍ تر پایه به د صافي هوايي شرکت فعالیتونه د پور نه ادا کولو له امله بند شي.
د افغانستان ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وایي، چې د صافي هوايي شرکت څه باندې یو ملیارد او ۱۵۲ میلونه افغانۍ د حکومت پوروړی دی او د پور په ورکړې کې پاتي راغلی دی.
دغې ادارې تیره پنجشنبه په یوې خبرپاڼۍ کې وویل، چې د صافي شرکت پر الوتنو به د پور نه ورکولو په صورت کې بندیز ولګول شي.
د هوايي چلند اداره وايي، چې پر دې سربېره د صافي پر هوايي شرکت د حکومت مالیاتي پورونه هم پاتې دي، چې د تیر کال په پیل کې یې طرحه لاسلیک کړې وه.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان د ماليې وزارت د صافي هوايي شرکت داخلي پروازونه د سه شنبې له ورځې او نړیوال پروازونه د پنجشنبې له ورځې بندیږي او کارونه یې هم ځنډول کیږي. همدغه راز د دغه شرکت چارواکي د قانون له مخې هېواد څخه د وتلو اجازه نه لري او ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
د هوايي چلند چارواکو د صافي هوايي شرکت ته خبرداری ورکړی، چې له دغه اعلان نه وروسته کوم فعالیت ونه کړي او د سفر ټکټونه هم ونه پلوري.
تر دې دمه د صافي هوايي شرکت د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.


















