امریکا کې روزل شوی تاجکستانی قومندان د داعش د دفاع وزیر شو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۶) عبید هاند

د عراق خبري سرچینو خبر ورکړی، چې د تاجګستان د ځانګړو ځواکونو پخواني قومندان ګلمراد حلیموف چې د جګړې په برخه کې یې په امریکا کې روزنې ترلاسه کړي دي، داعش ډلې د دفاع وزیر په توګه وټاکلو.

ګلمراد حلیموف څه موده وړاندې د داعش ډلې سره یو ځای شو، چې د ابو عمر الشیشاني  د وژل کیدو نه وروسته ددغې ډلې د دفاع وزیر شو.

تر دې وړاندي ابوعمرالشیشاني د داعش د دفاع وزیر و، چي څه موده وړاندې د یوه برید پر مهال ووژل شو.

ګلمراد حلیموف د تاجکستان د ځانګړي ګارد او ځواکونو پخوانی مشر و، چې د جګړې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو، ډیپلوماتیک امنیت او ترهګرۍ ضد ځواکونو لخوا په ځانګړي توګه روزل شوی دی.

ویل کیږي، چې امریکا ګلمراد حلیموف په خپل تور لست کې هم شامل کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button