د میوند ترانسپورتي شرکت فعالیتونه وځنډول شول

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۶) زرغون خوږیاڼی

څو ورځې وړاندې په نوي میوند شرکت پورې مربوط بس موټر د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د زابل په جلدک سیمه کې له یو ټيلر موټر سره ټکر وکړ، چې په کې ۳۴ مړه او ۲۱ تنه ژوبل شول.

د کندهار والایتي چارواکي وايي، چې ددې شرکت هر ډول فعالیتونه بند شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي، چې دوی له نوي میوند ترانسپورتي ریاست نه غوښتي دي، چې دکابل ـ کندهار پر لویه د تیرې ورځې د ترافیکي پيښې په اړه پلټنې وکړي او مجرم کسان قانون ته وروپيژني.

د والي ویاند زیاته کړه، چې تر څو پورې چې د پيښې په اړه پلټنې نه وي بشپړې شوي، د نوي میوند ترانسپورت هیڅ ډول فعالیت نه شي کولی.

د تیرې ورځې ترافیکي پيښې پړه ځايي اوسیدونکو پر ډریور وراچولې وه، چې د تیز رفتارۍ له امله یې موټر له یو ټیلر سره ټکر کړ.

څه موده وړاندې د همدې شرکت اړوند یو بل بس هم ټکر کړی و، چې له امله یې یو شمیر زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 د تېرې ورځې ترافیکي پيښې په اړه طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې دوی پر دغه پېښه خواشیني دي او د پېښې له کوتاهي کوونکو سره به حساب کتاب وکړي.

طالبانو همدا راز ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به د دا ډول پېښو، په مخه نیولو کې تر خپله وسه خپلې هڅې په کار واچوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button