حکومتي ځواکونه وايي، چې د جاني خیلو ولسوالۍ یې بیرته نیولې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۶) زرغون خوږیاڼی
د پکتیا امنیتي چارواکو ویلي، چې د جاني خیلو ولسوالۍ یې بیرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.
د ۲۰۳ سپین غر زون د پولیسو قومندان پاسوال اسدالله شیرزاد د وږي په ۱۶مه پژواک ته وویل، چې امنیتي ځواکونه ددې ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتلي دي.
بلخوا طالبان د حکومتي چارواکو په لاس د یادې ولسوالۍ نیول ردوي، دوی وايي چې د حکومتي ځواکونو بریدونه یې په شا تمبولي دي.
دوی وايي، چې د حکومتي عسکرو لوی قطار چې له سلو ډير ټانګونه او موټر په کې برخه لري د څمکنیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې بند پاتې او نه پوهیږي چې څه وکړي.



