ايران- افغانستان ته ۱۹۷ بنديان وسپارل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۶) الماس خدرخېل
تېره ورځ د ايران حکومت افغاني چارواکو ته ۱۹۷ هغه افغاني بنديان وسپارل، چې په ايران کې نيول شوي او محاکمه شوي و.
دغه بنديان د اسلام کلا په بندر کې افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهار وايي، چې د بنديانو سپارل يې د دواړو هېوادونو د تفاهم په صورت کې کړي.
د والي وياند زياتوي، چې دا افغانان په ايران کې د نشه يي توکو د قاچاق، ترافيکي پېښو او يو شمېر نورو جنايي جرمونو سره د تړاو په تور نيولي او محاکمه کړي و.
هغه وايي، چې نيول شوي افغان بنديان ټول نارينه دي او د دواړو هېوادونو د لوړ رتبه هيئتونو په حضور کې افغانستان ته سپارل شوي دي.
د خبر له مخې ياد بنديان د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي.
په ايران کې سلګونه افغانان په اعدام هم محکوم شوي او څه موده وړاندې يې یو شمېر نیول شوي افغانان په پنجرو کې خلکو ته وښودل.
د يادونې ده، چې څو اونې وړاندې په افغانستان کې د ايران سفارت ويلي و، ۲۱ تنه ايرانيان چې په افغانستان بنديان و د ايران او افغانستان تر منځ د بنديانو د تبادله کولو د موافقې له مخې ايران ته سپارل شوي و.



