امریکا ته د فلیپین خبرداری «امریکا دې مونږ ته د بشري حقونو په اړه لکچر نه راکوي»

کابل ټکی کام ۲۶وږي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر یاسې امریکا ته د خبرداري په توګه وویل، چې د بشري حقونو په اړه دې دوی ته نور لکچر نه ورکوي.
نوموړي دغه خبرې په واشګنټن کې د ستراتيژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې وکړې.
د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د فلپین خلک نور د امریکا «واړه نصواري رنګه ورونه نه دي».
باید ووایو، دغه اصطلاح «واړه نصواري رنګه ورونه» امریکايي حکومت فلپين ته د استعمار پر مهال کاروله.
نوموړي په دې ټینګار وکړ، چې هېواد یې د امریکا سره د مثبتو اړیکو ساتلو ته ژمن دی.
د یادولو ده، څه موده وړاندې فليپیني ولسمشر امریکايي ولسمشر اوباما ته د «حرموني» کلمه وکاروله.



