پنټاګون: د داعش د اطلاعاتو وزير وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۷) الماس خدرخېل
پنټاګون ويلی چې په روانه مياشت کې يې په شام کې د اتحادي ځواکونو په هوايي بريد کې د داعش مهم مشر وژلی دی.
د پنټاګون وياند پيټر کوک ويلي، وايل عادل سلمان الفياض د داعش د اطلاعاتو وزير و او د ډاکټر وايل په نوم يې هم شهرت لرلو.
وياند زياتوي، چې هغه په ۷ ستمبر ترسره شوي يو هوايي بريد کې وژل شوی.
کوک وايي هغه د داعش ډلې د اعلی شورا غړی، د اطلاعاتو وزير، د فلمونو جوړونکی و او د داعش ډلې وياند ابومحمدالعدناني سره ډېر نږدې و.
پنټاګون وياند زياتوي، چې الفياض يې په رقه ښار کې د خپل کور تر څنګ پر موټرسيکل سپور و چې د بريد نښه شو.
د يادونې ده، چې امريکايي ځواکونو د ستمبر په ۱۲ م وويل، چې عدناني يې د اګست په ۳۰ م په شام کې د اتحادي ځواکونو په هوايي بريد کې وژلی دی.



