سږ کال په افغانستان کې د سویا د تولید کچه لوړه شوې

کابل ټکی کام ۲۷وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د تغذیې او روزنې نړیوالې مؤسسې (ان اي آی) ویلي دي؛ سږ کال په افغانستان کې د سویا د تولید کچه لوړه شوې ده.
دغه اداره وايي، تېر کال د سویا د تولید کچه ۴ زره ټنه وه، خو سږ کال به یې د تولید کچه ۶ زره ټنه وي.
د دغې نړیوالې مؤسسې له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي؛ دوی په تېر ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۱۲ زره بزګران وروزل، چې د دوی په روزنې سره د سویا د تولید کچه لوړه شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په روان کال کې هم د ۱۷ زره نورو بزګرانو د روزنې پلان لري.
خبرپاڼې کښلي دي، چې دا مهال د سویا تولیدوونکي او پروسس کوونکي په ګډه پر دې کار روان کړی دی، تر څو محصولات یې د افغانستان د خلکو لپاره د پېرلو او لاسرسي وړ وګرځي.
سویا بوټی په خپل ځان کې پروټين او امینو اسیدونه لري، چې د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي.
د یادولو ده، ان اي آی په افغانستان کې له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې د سویا د کښت د دودولو په برخه کې ځانګړی فعالیت کوي او له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې یې په افغانستان کې بزګرانو ته د سویا اصلاح شوي تخمونه، تراکتورونه او د دوی په روزنه کې یې خورا مهم رول لوبولی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button