کاپيسا: ماين چاودنې ۱۱ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۷) الماس خدرخېل

په کاپيسا ولایت کې تېره ورځ د پوليسو په ځانګړې قطعې په سرتېرو د ماين چاودنه شوې.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني وايي< چې د امنيې قوماندانۍ د ځانګړو ځواکونو ځيني سرتېري نجراب ولسوالۍ ته خپلې دندې ته روان و، چې له يادې ولسوالۍ سره نږدې د سړک غاړې د ماين چاودنه پرې شوې ده.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې د پوليسو د ځانګړې قطعې  درې سرتېري وژل شوي او مرستيال يې ټپي شوی دی.

بل خوا د سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي، په ياده پېښه کې په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازي ميرداد نجرابي ورور سميع هم ټپي شوى دى.

د دوى په وينا، ماين تر يو پولچک لاندې ځاى پر ځاى شوى و.

بل پلو طالبانو ويلي، چې تېره ورځ ماذيګر يې په نجراب ولسوالۍ اړوند د دره غوث په سيمه کې د کورنيو چارو وزارت د تشخیص د رئيس (جنرال عبدالحکيم) د موټرو په کتار د ماين چاودنه کړې.

دوی زياتوي، چې په چاودنه کې يې ۱ رينجر موټر له منځه وړی او د کابل د پنځلسمې حوزې د آمر په ګډون يې ۷تنه پوليس وژلي دي.

په خبر کې ویل شوي، چې د چټک غبرګون د ټولي قومندان (هارون) په ګډون يې ۴ تنه ټپيان کړي هم دي.

ويل کېږي، چې آمر سميع او جنرال عبدالحکيم دواړه په پارلمان کې د کورني امنيت کميسيون د رئيس (حاجي مراد) ورنه دي.

د کاپيسا نجراب، اله ساى او د تګاب ولسواليو يو شمېر سيمې د طالب وسلوالو په ولکه کې دي، چې وخت ناوخت د دواړو غاړو تر منځ نښته هم رامنځته کېږي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button