د افغانستان زعفرانو په نړې کې په درېيم ځل لومړی مقام ترلاسه کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۸) الماس خدرخېل

د بلجيم په بروکسل کې د ذائقې او د خوراکي توکو د کیفیت د ارزونې نړیوال انسټېټوټ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د زعفرانو د ۳۰۰ نمونو له منځ څخه، د افغانستان زعفران  د نړۍ غوره زعفران ونومول.

په افغانستان کې یوه بزگر ۱۵ کاله مخکې د لومړي ځل له پاره په هرات کې د زعفرانو کرهنه وازمایله.

تر دغې ازموینې وروسته زعفران د هرات په گاونډیو ولایتونو کې هم وکرل شول، چې اوس د افغانستان د کرهنې وزارت غواړي د دغه بوټي کر په ټول افغانستان کې رائج کړي.

%d8%b2%d8%b9%d9%81%d8%b1%d8%a7%d9%86

د کرهنې او مالدارۍ وزارت، دغه بوټي ته په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل په سترگه گوري.

د زعفرانو د کروندگرو د ټولنې مرستیال محمد قيوم وايي: حکومت باید د زعفرانو د کښت په ترویجولو کې فعاله ونډه واخلي، ځکه چې یواځې همدغه بوټۍ د کوکنارو بدیل کښت کیدای شي.

د کرهنې او اوبو لګولو وزارت ویاند لطف الله راشد بيا وايي:”د افغانستان زعفران توانېدلي دي، چې د نړۍ د ذایقې د سرو زرو د درې ستورو ستاینلیک ترلاسه کړي او د افغانستان لپاره  یو ښه پرمختګ او بریا ده.

دی وايي: زعفرانو په وروستیو کلونو کې ښه پرمختګ لرلی دی او تېر کال مو ۴ زره کیلو ګرامه حاصلات درلودل.

د کرهنې او اوبو لګولو وزارت مسؤولان وايي، چې تېر کال له څلور زره کیلو ګرامه زیات زعفران په هېواد کې ترلاسه شوي وو او اټکل کېږي، چې سږ کال په هېواد کې د زعفرانو د زیاتو پیازو په وېش سره به په ۲۳ ولایتونو کې زیاته اندازه زعفران ترلاسه شي.

%d8%b2%d8%b9%d9%81%d8%a7%d8%b1%d9%86-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86

د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي اوس موږ هر کال ۳.۵ ټنه تولیدوو او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره طرحه دا ده چې موږ وکولای شو تولیدات تر ۱۴ ټنو پورې ورسوو.”

افغانستان ټول ټال په کال کې د شاوخوا ۷۰ ټنه زعفرانو د تولید ظرفیت لري، چې دې اندازې ته د رسېدو سره به له دې لارې هر کال دوه سوه ملیونه ډالره عواید تر لاسه کړي.

د افغانستان زعفران عربي هېوادونو، اروپا او هندوستان ته صادریږي او د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې چین هېواد ته هم د صادراتو هوکړه لیک لاسیک شوی دی.

زعفران، چې د خوراکي توکو او په ځانګړې توګه د دارو درملو په جوړیدو کې ورڅخه ګټه پورته کېږی، په نړۍ کې تود بازار لري.

اوس مهال په هېواد کې دننه یوه کیلو زعفران د څه باندې سل زره افغانیو بدل کې پلورل کېږي.

د افغانستان زعفران تولیدونکو ټولنه وایي؛ په هرات کې بهرني بې کیفیته زعفران د افغانستان په نوم پېرل او پلورل کېږي او دې کار دوی سخت اندېښمن کړي دي.

ددغې ټولنې چارواکي وايي؛ دا ډول جعلکاري کولی شي په نورو هېوادونو کې د افغانستان د زعفرانو خرڅلاو پر بازار ناوړه اغېز وکړي.

د افغانستان زعفران تولیدونکو ټولنې مشر بشیر احمد رشیدي بي بي سي ته وویل؛ په دې ناقانونه سوداګرۍ کې یو شمېر کورني او بهرني اتباع لاس لري.

saffron1

د افغانستان د کرنۍ وزارت د کرنيزو چارو مسوول سيد نبي شينواری وايي، چې اوسمهال د افغانستان په ۳۲ ولايتونو کې زعفران کرل شوي او اټکل شوې، چې راتلونکي کال ته به په ټول افغانستان کې څلور ټنه زعفران توليد شي.
ياده دې وي، چې په افغانستان کې لا تر اوسه د زعفرانو لپاره مارکيټ نه دی جوړ شوی خوځينې هغه نړيوالې موسسې چې د کرنې په برخه کې کار کوي له بزګرانو څخه اخلي او بيا يې اروپايي هيوادونو ته صادروي.
د کرنې وزارت چارواکي وايي، چې په بهرنيو مارکيټونو کې د يوه کيلو ګرام زعفرانو بيه له څلور زرو څخه تر پينځو زرو ډالرو پورې رسيږي.

څېړنې ښيي، چې زعفران د مختلفو ویټامینونو او د بدن ضرورت وړ مختلف عناصر، منرالونه او شحمي مواد لري او په درملنه کې یې اغېز مثبت دی.

د زعفرانو په استعمال سره عصبي، هضمي او تنفسي سیستمونو ځینې ناروغۍ لکه د اعصابو کمزوري، ستړیا، درد، بې خوبي، کم خوراکي او تنفسي بې نظمي حلېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button