د کابل ښار د لرګیو په یوه سرای کې اور لګېدلی

کابل ټکی کام ۲۸وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کابل ښار قوای مرکز ته څېرمه د لرګیو په یوه سرای کې اور بل شوی دی، چې لوګي او لوخړې یې زیاتې کړي دي.

د دغه اور له کبله د کابل فضا خرابه شوې ده.

په دغه سیمه کې ۴ کاله وړاندې هم د اور لګېدنې له کبله ۶۰ دوکانونه له منځه تللي وو او د ۵۰ زره ډالره تاوان یې اړولی وو.

تراوسه پورې د اور لګېدنې علت نه دی معلوم، خو ډېری وخت دا ډول پېښې د برېښنا د شارټۍ له کبله رامنځته کیږي.

د یادولو ده، په پلازمینه کابل کې دا د اور لګېدنې درېیمه پېښه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button