د قذافي کورنۍ: «که څوک د قذافي تدفین ځای را وښيي، ۲۵ میلیون ډالره جایزه ورکوو»

کابل ټکی کام ۲۸وږي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د لېبیا د پخواني مشر معمر القذافي کورنۍ ویلي دي، که چا ورته د قذافي تدفین ځای ور وښودو، ۲۵ میلیون ډالره جایزه به ورکړي.

د قذافي د کورنۍ د یوه غړي له خولې واشنګټن پوسټ لیکلي دي:

«د قذافي کورنۍ یو تن سوداګر ته ویلي دي، که د قذافي قبر ور وښيي، ۲۵ میلیون ډالره جایزه به ورکړي».

واشنګټن پوسټ د دغه سوداګر نوم «انور صوان» اخیستی دی او ویلي یې دي، چې نوموړي هم دا خبره تأیید کړې ده.

انور صوان د قذافي د کورنۍ د وړاندیز په ځواب کې ویلي دي:

«تر څو مو چې د قذافي د ۴۰ کلنو کړنو مسئولیت نه وي منلی، مړی یې نه در ښیم.»

خو د قذافي کورنۍ د نوموړي دغه شرط نه دی منلی.

د انور صوان د معلوماتو پر اساس، چې د قذافي مړی یې یوه شپه په خپل کور کې ساتلی وو.

د یادولو ده، معمر القذافي د ۲۰۱۱ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې د خپلو مخالفینو له لورې ونیول شو او وروسته ووژل شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button