امريکا: وسلوال بريد کې ۴ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۳) الماس خدرخېل

د امريکا په واشنګټن ايالت  کې وسلوال بريد شوی، پوليس وايي د دغه ایالت د برلنګټن ښار په یوه پلورنځي کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي دي.

د پوليسو يو لوړپوړي چارواکي مارک فرانسېس ويلي، چې امنيتي ځواکونه او د بېړنيو مرستو کارکوونکي سيمې ته رسېدلي دي.

پوليس وايي، چې په پېښه کې د ټپي کسانو شمېر لا معلوم نه دی، خو د درملنې لپاره يې نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي.

هغه وويل، چې د پېښې له ځای سره نږدې کليسا هم شته، چې د کليسا ټول کسان يې ترې ويستلي دي.

امنيتي ځواکونو د پيښې ځای کلابند کړی او د تښتېدلي بريدګر د نيولو هڅه روانه ده.

پوليسو ويلي، چې دا لا مالومه نه ده چې بريدګر يواځې دی که نور کسان هم ورسره دي.

د يادونې ده، چې تېره شنبه هم د امریکا په نیویارک کې د چاودنې له امله ۲۹ کسان ټپیان شوي و، چې په تړاو يې افغان توکمه احمد خان رحيمي امريکايي ځواکونو ونيو او د چاودنې مسؤليت يې په رسمي توګه د هغه په غاړه واچولو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button