افغان لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۳) الماس خدرخېل
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله ديش لوبډلې ته د ۶۶ منډو په توپير سره ماتې ورکړه.
د کرکټ بورډ وياند فريدهوتک رسنيو ته وويل، چې دغه لوبه د بنګله ديش مرکز ډهاکې ښار کې ترسره شوه.
هغه وويل، پچه د بنګله ديش لوبډلې مشر وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې ټول لوبغاړي وسوزېدل او سيالې لوبډلې ته يې ۲۳۴ منډو هدف وټاکه.
په افغان کرکټ لوبډله کې تر ټولو زياتې ۶۹ منډې حشمت الله شهيدي جوړې کړې.
په دغه سيالۍ کې د بنګله ديش لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړو او په ۳۹ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې جوړې کړې او لوبه يې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته وبايلله.
د افغان توپ اچونکو له لوري ۴ عیس خيل وسوزول، ۲ راشد ارمان، ۲ فريد ملک او ۱ کريم جنت وسوزول.



