(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۳) الماس خدرخېل
طالبانو رسنيو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو د ترينکوټ د بلاغ په سيمه کې د ارزګان د پخواني والي د وسلو زيرمتون کشف کړی او پکې يې ۴۰ کلاشنکوفونه، ۴۰۰ د راکټ مرمۍ او په سلګونه د غټو توپونو مرمۍ ترلاسه کړي دي.
په خبر کې ويل شوي، چې د ارزګان ولايت مرکز ترينکوټ اوس هم د طالب وسلوالو تر کلکې محاصرې لاندې دی.
همداراز په يو جلا خبر کې ویل شوي، چې د چولنګر په سيمه کې يې د امنيتي عسکرو په پوستو او سرايونو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې ټوله سيمه د طالب وسلوالو تر ولکې لاندې راغلې ده.
دوی زیاتوي، چې په جګړه کې يې د دښمن ۸ تنه عسکر ژوندي نيولي او ۱۵ ميله سپکه او درنه وسله يې هم له دولتي عسکرو نيولې ده.
د يادونې ده، چې طالب وسلوال له تېرو څو ورځو راهيسې د روزګان مرکز ترينکوټ کې بيا د افغان امنيتي ځواکونو سره په جګړه کېوتي، طالبان وايي چې له تېرو دوه ورځو راهيسې يې په همدې سيمه کې د اربکيانو قومندان نورمحمدسمونوال په ګډون ۵۰ تنه دولتي سرتيري وژلي دي.


















