سوريه: د بشار ځواکونو په بمبارۍ کې سلګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۴) الماس خدرخېل

د سوريې په حلب ښارګوټي کې د بشارالاسد او روسي ځواکونو له خوا په بمبارۍ کې تر ۵۰ زيات ملکي کسان وژل شوي او له ۲۰۰ څخه زيات يې ټپیان دي.

په حلب کې  د ملکي خوندیتوب  د ادارې   چارواکو‌ رسینوته ویلي، چې  د بشار اسد او روسیې  اړوند جنګي‌ الوتکو  د حلب  د بوستان القصر او  مشد قلعې په سیمو  کې په ملکي‌ استوګنځایونو درانه هوايي بریدونه وکړل.

د ادارې چارواکي وايي، چې په دې بريدونو کې لږ ترلږه ۵۶ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ څخه زيات يې ټپيان دي. د دوی په وينا په وژل شوو کې يې زياتره ښځې او ماشومان شامل دي.

يادې ادارې دا هم ويلي، چې د بمبارۍ له امله لسګونه ودانۍ ويجاړې شوي، په سيمه کې ډيرې ودانۍ په کنډوالو بدلې شوي او په زيات شمير کسان د نړيدلو ودانيو لاندې دي.

ځايي رسنيو ويلي، چې په ډيرو کمو امکاناتو د پلټنې چارې پیل شوي، خو کيدی شي د مړو شوو شمير تر دې هم زيات شي.

دوی زياتوي، چې په سيمه کې نه نړيوال مرستندويان شته، نه هم ډاکټران. او ټپيان د تداوۍ په موخه يو بيړني روغتون ته انتقال شوي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د بشار ځواکونو په هوايي بريدونو کې تر ۸۰ کسانو زيات يې ووژل شول او په سلګونه نور يې ټپيان شول.

ويل کېږي، چې د اسد رژيم د روسيې او ايران په مرسته کوښښ کوي، ترڅو سيمه ونيسي او هلته يو شيعه دولت رامنځته کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button