لیکوال: محمد خالد “منصور”
له ډیره وخته په دې فکر وم چې په څه ډول د ملت تر غوږو دا خبره ور ورسوم چې غربيان او ملحد کمونستان غواړي مسلمان ملت په دوو فرقو ( مدرسې او مکتب) وویشې او بیا یې په خپلو کې سره و جنګوي. استاد مې راته په یو خصوصي مکتب یا پوهنتون کې د استادۍ کولو مشوره راکړه. ځکه دې مفکورې چې مدرسه او مکتب باید سره جلا وي د مدرسې د طالبانو په نسبت د مکتبونو او پوهنتونو په زده کوونکو کې زیات سرایت کړی دی. علت یې دا دی چې په دې دوو ساحو کې په فکري لحاظ هغه چا ډیر زیات کار کړی چې یا خو کمونیست خلقیان دي او یا هغه څوک چې د غرب په بدرنګه فرهنګ کې ویلي شوي وه. همدا یې لامل دی چې دا ساحې د کمونیسټ خلقیانو او غرب پلوو له لوري اداره کیږي، د مدرسې ځیني شاګردان ورته د نفرت په سترګه ګوري. ما ددې فکر د له منځه وړلو لپاره دې ته ضرورت درلود تر څو دداسي مضامینو ساعتونه واخلم چې د زده کوونکو د ذهنونو د اصلاح پوره موقع راسره وي. دا ضرورت یوازي د مکتب د نصاب په دیني مضامینو کې پوره کیدای شوای. په هلمند کې یوې خصوصي لیسې ته ورغلم، مدیر یې کوم چیري په سفر تللی وو او پر ځای یې ځوان زوی مکتب اداره کاوه. ځوان ډیر نرم مزاجه او نیک اخلاقه شخص وو. ماته یې د څلورم ټولکۍ څخه تر نهم ټولکۍ د قرانکریم او د نهم ټولکۍ نه تر دوولسم ټولکۍ پوري د تفسیر د تدریسولو وظیفه راکړل. خو څه وخت لا نه وو تیر شوی چې د لیسې مدیر له سفره راستون شو، زما ږري او لباس ته په اول نظر کتلو یې راته وویل: قاري صاحبه دلته به د دهشتګرۍ درسونه نه ورکوې!) ما د خپل هدف لپاره د سمه ده ویلو پرته نور څه ونه ویل. ورځي تیريدلې، یوه ورځ یوه شاګرد راته د نورو شاګردانو شکایت وکړ چې تنګوي مي، ما ورڅخه د علت پوښتنه وکړه چې ولي؟ ویل ما ورته وویل چې راځئ د عصري زده کړو په څنګ کې دیني زده کړې هم وکړو، خو هغوی مې په دې تنګوي چې په مدرسو کې ترهګر او دهشتګر روزي. ما د موقع څخه په استفادې شاګردانو ته مخ واړاوه او نصیحت مې ورته شروع کړ:
(ګورئ شاګردانو، د اسلام دښمنان غواړي مسلمانان وویشې او د مدرسې او ښوونځۍ په نامه یې یو د بل په مقابل کې ودروي، دوی یې په دوو مخالفو لینونو ویشلي دی، تر څو د یوځای کیدلو په وخت کې لویه ښاټي او تصادم رامنځته کړي، دا کار یو تصادفي کار نه دی، بلکي دا د یو منظم پلان په مټ سره جلا شوي دي. موږ باید دا دوه لینه داسي سره یو ځای کړو چې د تصادم پر ځای رڼا ورکړي او د څراغ په شان و ځلیږي. که د عصري زده کړو شاګردان له مدرسې فاصله ونیسي، دا به ددوی لپاره لویه بدبختي وي او ددې خبري امکان زیات شته چې شاګرد دي منحرف شی، ځکه د بې احساسه استادانو له امله دوی ته درسونه یوازي په نظري توګه ویل کیږي، د عملي جنبې د نه شتون له امله یې مسلماني ټولني ته ډیره جزئي فایده رسیږي. که دوی له مدرسې فاصله و نیسي، زیات امکان یې شته چې دوی د پردیو د اهدافو لپاره استعمال شي. ددې په شان ډیري نوري خبري مې ورته وکړې او د رخصتۍ وروسته کور ته ستون شوم )
سبا سهار لس، لس نیمي بجې وې چې د مکتب مدیر زنګ راته ووهی او مکتب ته یې و غوښتم. له سلام مخکي یې اول راته وویل: ( څه ضرورت وو چې شاګردانو ته دې ویلي وه چې باید مکتب او مدرسه سره یو شي، ولي دلته قرآن او حدیث نه ویل کیږي چې مدرسې ته یې تشویقوې او بیا ترې دهشتګر جوړوې؟ ما ور غبرګه کړه: ښه داسي ده، دا راته ووایه چې د قرآنکریم او حدیث ساعتونه دې په هفته کې څو ساعته دي؟ ویل دوه ساعته، ما ورته وویل: ستا دې د الله تعالی په ذات قسم وې چې ریاضي هم په دوه ساعته کې زده کیدلای شي؟ ایا ریاضیات تر قرآنکریم او احادیثو ډیر شرف لري؟ راته وویل: ته تر حد تیری کوې، ما ویل: تیری خو تاسي کوئ چې نه غواړئ مسلمان ملت متحد شي، د مدیر قهر نورهم زیات شو ویل نور مکتب ته مه راځه! ما ورته ویل: همدا ستاسو له امله نن دا مسلمان ملت کړیږي، تاسو روشن فکران نه بلکي تاریک فکره یاست. همدا مې ورته وویل او پټو مې ترې ټک واهه او راووتلم.
پورتنی حالت یوازي د نوموړي ښوونځۍ نه دی، بلکي د افغانستان د نسبتاً ټولو ښوونځیو دا حالت دی. نن د عصري علومو ماحول زیات د هغه چا لخوا سمبالیږي چي فکرونه یې د پردیو له فرهنګونو ډک دي. زموږ د ولس زیاته برخه د ښوونځیو او پوهنتونونو شاګردان جوړوي. هغوی څه پردي خلک نه دي، د همدې ولس بچیان دي، خو پردي غواړی هغوی راڅخه پردي کړي، دا پروسه لکه څنګه چې پرون روانه وه، اوس هم روانه ده. پرون روسانو د همدې ملت بچیان د خپل ملت په خلاف ودرول او دا کار یې په خپله دی کړی، بلکي د خپلو روزل شویو کمونیست خلقیانو په واسطه یې ترسره کړ. نن بیا غرب په پراخه پیمانه په دې اخته دی چې څنګه د اسلامي امت ځوانان خپلو صفونو ته راجلب کړي او د خپلو اهدافو لپاره یې وکاروي. نه یوازي دا چې د مکتب او پوهنتون ځیني با احساسه استادانو په دې برخه کې غفلت کړی، د مدرسې استادان هم ددې خطر له مخنیوي غافله دي. که چیري دې برخي ته توجه ونه شي او سرسري معامله ورسره وشی، لکه څنګه چې پرون روسانو زموږ ځوانان راڅخه پردي کړل او نن یې غربیان په پردي کولو لګیا دي، لیري نه ده چې سبا به د بل مستعمر تر بیرغ لاندي د خپل ملت په خلاف ولاړ وی.
د اسلامي امت د سرلوړۍ په هیله!!!

















