(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۴) الماس خدرخېل
طالبانو کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبر پاڼه کې ويلي، چې د دوی وسلوالو تېره ورځ د غور ولايت پسابند ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه چورلکه ويشتې او رانسکوره کړې ده.
په خبر کې ويل شوي، چې د ملي اردو چورلکې د طالبانو په سنګرونو بمباري کوله، چې د دوی په ډزو ولږېده او د غور هوايي اډې ته څېرمه راپرېوته. دوی زياتوي، چې يادې چورلکې په سيمه کې اور واخيستو او پکې سپره عمله وژل شوې ده.
بل پلو د يادې ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي، چې د ملي اردو چورلکې بېړنۍ ناسته کړې او چاته پکې زيان نه دی اوښتی.
په سيمه کې د همغږۍ مرکز هم دغه پېښه تائيدوي، خو د نورو جزياتو له ورکولو ډډه کوي.
















