(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۴) زرغون خوږیاڼی
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رئيسې سيما سمر ، له حزب اسلامي مشر گلبدين حکمتيار څخه غوښتني دي چي د هغو کړونو په اړه چي پخوا یې کړي دي د افغانستان له خلکو دې بخښنه وغواړي.
سیما سمر زیاتوي،«د افغانستان د يوې وگړي په توگه مې له حکمتيار څخه دا غوښتنه ده چي زړورتیا وکړي او له افغانانو په ځانگړې توگه له هغو کسانو چي د ده د گوند له وژل سوي، بخښنه وغواړي، څو يوې سياسي پروسې ته لار هواره شي او د سولې لپاره یو زړور ګام دی ».
سیما سمر نن په کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل، که څه هم مونږ د سولې او د شخړو د حل پلوي يو؛ خو هیڅکله هم نه غواړو چې د بشري حقونو سرغړونکي دې وبخښل شي او د خلکو حق دې تر پښو لاندې شي، نوموړې ددې خبرې اشاره حکمتیار ته وه.
تېره اوونۍ د حزب اسلامي او افغان دولت لوړپوړو چارواکو تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو، په هوکړه لیک کې حکمتیار او د هغه ملګرو ته قضايي مصوونیت هم ورکړل شو، چې سیماسمر په دغې مادې باندې کلکه نیوکه وکړه، نوموړې وویل هيڅوک نه شي کولای چي د هېواد د قربانيانو حقونه وبخښي، يا هغه کسانو ته چي بشري حقونه یې تر پښو لاندي کړي وي قضايي خونديتوب ورکړي.
سیماسمر د افغانستان په زندانو کې د بندیانو د شکنجه کولو په اړه هم اندیښنه وښودله، نوموړې وویل چې لا هم د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت په زندانو کې زندانیان شکنجه کیږي.















