پاکستان یو هندي سرتېری نیولی

کابل ټکی کام ۰۹تله/۱۳۹۵، هلال خاورې
پاکستاني رسنیو د پاک پوځ له خولې خبر ورکړی دی، چې یو تن هندي سرتېری یې نیولی دی.
دغه سرتېری هغه مهال د پاکستاني پوځ لاسته ورغلی، چې د سرحدي پولې څخه د پاکستان غاړې ته ور اوښتی وو.
پاکستان په داسې حال کې د دغه هندي سرتيري د نیولو خبر ورکړی دی، چې پرون هندي ځواکونو د پاکستان پر خاوره بریدونه وکړل او له کبله یې ۲ پاکستاني سرتیري ووژل شول او ۹ نور ټپيان شول.
نیول شوی هندي سرتېری ۲۲ کاله عمر لري، چې (چانډو بابولال چوهان) نومیږي.
هند هم د دغه خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي:
«په پرونۍ پېښه کې د دواړو خواوو سرتیري یوې غاړې او بلې غاړې ته اوښتي وو، چې چانډو بابولال چوهان هم په پرونۍ پېښه کې هغې غاړې ته ور اوښتی وو.».



