د نړۍ پای (یوولسمه برخه) – دقیامت یوولسمه نښه – ددروغجنو پيغمبرانو ظهور

لیکوال : محمد العریفی
ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)
(۷) په عصر حاضر کې تقريبا يوه صدۍ د مخه په هندوستان کې يو سړی را ښکاره شو، د هغه نوم مرزا غلام احمد قادياني دی، ده د نبوت دعوه وکړه او وئيل به يې په ده باندې له آسمان څخه وحې رانازليږي، هغه دا هم وئيل چې الله تعالی ما ته خبر راکړی چې ته به تر اتيا کلونو پورې په دنيا کې ژوندکوې، يو څه خاص خلک د هغه تابعداران شول، مګر د حق علماؤ هغه تعقيب کړ، د هغه خودساخته دلائلو ته يې ښه ځوابونه وويل او دا يې واضحه کړه چې دا نبي نه دی، بلکه دجال او کذاب دی، د دغو علماؤ له ډلې کومو چې د مرزا غلام احمد قادياني ترديد وکړ تر ټولو ډير خدمت چې کوم سړي کړی هغه جليل القدر عالم حضرت مولانا ثناء الله امرتسري رحمه الله دی، هغه د مرزا غلام احمد قادياني سخت ناقد او په شا کونکی ؤ.
په سنه (۱۳۲۶ هجري مطابق ۱۹۰۸ عيسوي) کې غلام احمد قادياني مولانا ثناء الله امرتسري ته د مقابلې وړانديز وکړ او دعوه يې وکړه چې که په مونږ دواړو کې هر يو دروغژن وي نو هغه به په رښتونې زندګي کې مړ شي، قادياني دعا وکړه : ياالله ! په مونږ دواړو کې چې هر يو دروغژن وي نو هغه په رښتونې زندګي کې له مرګ سره مخامخ کړه او پر هغه باندې د طاعون داسې مرض مسلط کړه کوم چې د هغه د مرګ سبب شي، له دغې دعا څخه يو کال وروسته قادياني د خپلې بد دعا ښکار شو، د مرزا خسر بيان کوي چې کله د مرزا مرض ډير سخت شو نو هغه زه له خوب څخه رابيدار کړم او زه د هغه لوري ته ورغلم او ومې ليدل چې هغه له تکليف څخه ډير بې تابه دی، هغه زه مخاطب کړم او راته وې ويل ! ما ته دهيضې مرض لګيدلی، دا د هغه آخيري خبره وه او بيا هغه له دې وروسته کوم واضح لفظ په خپله ژبه اداء نکړ او مړ شو ([1] ).
د قيامت تر راتلو پورې به همدغسې د نبوت دروغژن دجالان يو په بل پسې ظاهريږي تر څو چې هغه شمير پوره شي د کوم په باره کې چې صادق او مصدق زمونږ نبي کريم صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی، حتی چې د دغې سلسلې اخيري کړۍ مسيح دجال دی کوم به چې په آخره زمانه کې ظاهر شي ( مونږ د هغه له ازمايښت څخه په الله پناه غواړو) بيا به سيدنا عيسی بن مريم علیه السلام تشريف راوړي او هغه به قتل کړي او د هغه فتنې به هم نابودې کړي ([2] ).
يوه پوښتنه
پوښتنه : ځينې خلک د دغې خبرې ښکار دي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم خو د نبوت د دروغژنو مدعيانو شمير ديرش ښودلی او امر واقع او تاريخ د دې خبرې شاهد دی چې د نبوت د مدعيانو شمير له دې څخه يو څه زيات دی؟
ځواب : د دغې پوښتنې ځواب دا دی چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم مراد يواځې هغه دي کومو ته به چې حکومت او شهرت نصيب وي، تر کومه ځايه چې د داسې خلکو تعلق دی کوم به چې له همدغو شيانو څخه محروم وي نو هغه نبي کريم صلی الله علیه وسلم په بيان کړی شويو ديرشو کې نه دي شمار کړي، والله اعلم.
[1] – په خپله مولانا ثناء الله رحمه الله وايي : په رد مرزائيت کې ما خپله لومړنۍ رساله ( الهامات مرزا) ما په ډير لوی محنت سره وليکله کومه چې دومره زياته مقبوله شوه چې لويو لويو مصنفينو د هغې عبارات په خپلو تصنيفونو کې نقل کړل، د پنجاب پير صاحب ( ګولړه) په ( سيف چستايي) کې او د حيدر آباد د دکن مولانا انوار الله مرحوم په ( افادة الافهام) کې له الهامات مرزا څخه فايده اخيستې، زما د دې خبرې په غبرګږن کې مرزا صاحب قادياني هغه د چا خبره چې تنګ آمد بجنګ امد اشتهار ورکړ.
له مولانا ثناء الله صاحب سره آخيري فيصله
بسم الله الرحمن الرحيم، نحمده ونصلی علی رسوله الکريم
( ويستنبئونک احق هو، قل ای وربی انه لحق)
بخدمت مولانا ثناء الله صاحب ( السلام علی من اتبع الهدی) له ډيرې مودې راهيسې د ستا پرچه په اهل حديث کې زما د تکذيب او تفسيق په سلسله کې جاري ده، هميشه زه تا په خپله پرچه کې د مردود، دجال او د مفسد په نام سره منسوب کړی يم او په دنيا کې دې زه په دې مشهور کړی يم چې دا شخص مفتري، کذاب او دجال دی او د دغه شخص د مسيح موعود دعوه سراسر افتراء ده، ما تا ته ډيره حوصله او صبر وکړ، مګر زه چونکه وينم چې زه د حق په خپرولو باندې مامور يم او ته ډيره افتراء پر ما کوي او دنيا له ما څخه اړوي او ما د تهمتونو په هغو الفاظو سره يادوي په کومو سره چې ډير مضر هم نه ياديږي، که چيرته زه داسې کذاب او مفتري يم لکه څنګه مې چې ته په خپلو پرچو کې اکثر وخت يادوی نو زه به د ستا په ژوند کې هلاک شم، ځکه زه پوهيږمه چې د مفسد او کذاب ډير عمر نه وي او آخير هغه له ذلت او حسرت سره د خپل دښمن په ژوند کې ناکام او مړ کيږي، د هغه هلاکيدل بهتر دي تر څو د خدای تعالی بندګان تباه نه کړي او که چيرته زه کذاب او مفتري نه يم او د خدای تعالی په مکالمه او مخاطبه سره مشرف يم او مسيح موعود يم، نو زه د خدای په فضل سره اميد لرم چې ته به د سنت الله موافق د مکذبينو له سزا څخه نه بچ کيږې، پس که چيرته هغه سزا کومه چې د انسان په لاسو کې نه ده بلکه يواځې د خدای تعالی په لاسونو کې ده لکه طاعون، هيضه او نور مهلک مرضونه که تا ته زما په ژوند کې ونه رسيدل نو زه د خدای تعالی له لوري څخه نه يم، دا د کوم الهام يا وحی په بناء پيش ګويي نه ده بلکه محض د دعا په طور زه له خپل خدای څخه فيصله غواړم او زه خدای تعالی ته سوال کؤم اې زما مالکه، بصير، قدير کوم چې عليم او خبير دی، کوم چې زما د زړه له حالاتو څخه خبر دی، که چيرته دغه د مسيح موعود دعوه محض زما د نفس افتراء وي او زه د ستا په نظر کې مفسد او کذاب يم او شپه او ورځ افتراء کول زما کار وي نو اې زما خوږه مالکه زه په عاجزي سره تا جناب ته دعا کوم چې د مولوي ثناء الله صاحب په ژوند کې ما هلاک کړه تر څو زما په مرګ هغه او د هغه ډله خوشحاله شي، آمين : مګر اې زما کامل او صادق خدايه که چيرته مولوي ثناء الله په هغو تهمتونو کې کوم چې پر ما لګوي په حق نه وي نو زه په عاجزي سره تا جناب ته سوال کوم چې هغه زما په ژوند کې نابود کړه، ليکن په انساني لاسونو سره نه بلکه په طاعون، هيضې او نورو مهلکو مرضونه سره مخکې له دې چې هغه زما په وړاندې يا زما د ډلې پر وړاندې له هغو ټولو تهمتونو او بد زبانيو څخه توبه وکاږي کوم چې هغه فرض کړي او زه يې هميشه وينم، آمين يارب العلمين، زه د هغه د لاسه ډير په تکليف کې يم او صبر کؤم مګر اوس زه وينم چې د هغه بد زباني له حد څخه اوښتې، هغه ما له هغو بد اعمالو او غلو څخه بد تر پيزني کوم چې د دنيا لپاره سخت ضرر رسونکي دي، هغه په تهمتونو او بد زبانيو کې په دغه آيت ( ولاتقف ماليس لک علم) باندې هم عمل نه کوي او له ټولې دنيا څخه ما بد تر معرفي کوي او تر ليری ليری ملکونو پورې يې زما دا نسبت رسولی چې دا شخص په اصل حقيقت کې مفسد، ټګ، دوکاندار، کذاب، مفتري او ډير بد کاره سړی دی، دا چې داسې کلمات د حق پر غوښتونکو باندې کوم اثر نه کوي نو زه ځکه صبر کؤم، مګر زه وينم چې مولوي ثناء الله د خپلو تهمتونو په ذريعه زما سلسله نابود غواړي او د هغه تعمير ړنګول غواړي کوم چې تا زما آقا او زما راليږونکي لپاره په خپلو لاسونو سره جوړ کړی، نو ځکه خو زه د ستا د تقدس او رحمت لمن نيسم او له تا جناب څخه غوښتنه کوم چې زما او د ثناء الله په مابين کې رښتونې فيصله وکړه او کوم چې د ستا په نزد په اصل حقيقت کې مفسد او کذاب وي هغه د صادق په ژوند کې له دنيا څخه ورک کړه او يا يې په کوم بل سخت آفت کې چې د مرګ برابر وي مبتلا کړه، اې زما مالکه ته همداسې وکړه آمين ثم آمين.
(ربنا افتح بيننا وبين قومنا باالحق او انت خيرالفتحين) بالاخر يې له مولوي ثناء الله سره التماس وشو چې هغه د ده دغه مضمون په خپله پارچه کې چاپ کړي او بيا چې څوک څه غواړی هغه دې له دې څخه د لاندې وليکي، اوس فيصله د خدای په لاس کې دی ( الراقم عبد الله الصمد مرزا غلام احمد مسيح موعود عافاه الله وايده، مرقومه يکم ربيع الاول ۱۳۲۵ هجري مطابق ۱۵ اپريل ۱۹۰۷ عيسوي)
مولانا ثناء الله صاحب وايي دا ؤ د مرزا صاحب د دعا د آخيری فيصلې د اشتهار نفس مضمون او اوس زه وايم چې د هغه د دعا د قبليدو قرينه څه ده.
مرزا صاحب ويلي : ما بار بار خدای مخاطب کړ چې کله دعا کوم نو له تا يې کوم، ( ضميمه نمبر ۵، ترياق القلوب)
همدا شان فرمايي چې د خدای له لوري ما ته الهام کيږي، کله چې هغه ما مخاطب کړي نو راته وايي زه د ستا هره دعا قبلوم مګر د شرکاء په باره کې نه ( ترياق القلوب ضميمه نمبر ۵، خزان: ۱۵/ ۳۸۶)
همدا شان د مرزا صاحب الفاظ دي، د ثناء الله په متعلق يې چې کوم ليکلي دي، دا په اصل کې زما له لوري څخه نه دي بلکه د خدای له لوري څخه دي هغه يې بنياد ايښی دی، يو ځل زما توجه د هغه لور ته شوه او په شپه کې راته الهام وشو ( اجيب دعوة الداع) د صوفيانو په نزد لوی کرامت د دعا قبليدل دي، باقي نور ټول د هغه شاخونه دي ( بدر، ۲۵ اپريل ۱۹۰۷ ع)
بالاخر مرزا د خپلې دعا په نتيجه کې د ربيع الاول ۱۳۲۶ هجري موافق ۲۶ می ۱۹۰۸ عيسوي کې د مولانا ثناء الله امرتسري رحمه الله په ژوند کې د هيضې په مرض سره هلاک شو ( تحريک ختم نبوت، ډاکټر محمد بهاؤ الدين : ۳/ ۱۰۵ – ۱۰۸) ( خالد سيف)
[2] – د مسيح دجال او د مسيح ابن مريم په باره کې خبره په راتلونکيو صفحو کې په علامات کبری کې په علامه نمبر : ۱ او ۲ کې راځي.



