م.م: د حلب ختیځ کې ښایي ستره انساني فاجعه رامنځته شي

کابل ټکی کام ۰۹تله/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
ملګري ملتونه وايي، چې د سوریې د حلب ښار په ختیځ کې ښايي ستره خطرناکه انساني فاجعه رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر سټیفن اوبراین وویل:
«د حلب ختیځ کې خلک د بشري ناورین سره مخ دي او په سلامتیا سره د بشري مرستو رسول، نا ممکن دي، چې دغه حالت ماشومان له ستر ناورین سره مخ کړي دي.».
اوبراین په سوریه کې د ۴۸ ساعتونو لپاره د اوربند غوښتنه وکړه.
هغه د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان څخه وغوښتل، چې په حلب ښار کې جنایتګر ونیسي.
نوموړي وویل، چې په حلب ښار کې د سپټمبر له ۱۹مې نېټې راهیسې تراوسه پورې ۳۲۰ ملکي وګړي وژل شوي دي، چې د دغې جملې څخه ۱۰۰ تنه ماشومان دي او ۷۶۵ نور ټپيان دي.
د یادولو ده، سوریه دا مهال د نا امنه هېوادونو په قطار کې لومړی مقام لري.



