بنګله دیش افغانستان ته ۲۸۰ منډې هدف وټاکلو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۰) زرغون خوږیاڼی

د بنګله دیش او افغانستان په درېيمه لوبه کې بنګله دیش په ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۷۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ګټې لپاره ۲۸۰ هدف وټاکلو.

د نننۍ لوبې ټاس د بنګله دیش لوبډلې وګټلو او خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د بنګله دیش لوبډلې کې تمیم اقبال ۱۱۸ او رحمن ۶۵ منډې جوړې کړې.

د افغان توپ اچوونکو لخوا، میرویس اشرف ۲ ، راشد خان ۲، محمدنبي ۲،دولت ځدران ۱ او رحمت شاه ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button