بنګله دیش لوبډلې افغان کرکټ لوبډلې ته په ۱۴۱ منډو ماتې ورکړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۰) زرغون خوږیاڼی

په ننني پنځوس اوریز سیریز کرکټ لوبه کې بنګله دیش لومړۍ لوبه وکړه او ۱۷۹ منډې یې جوړې کړې، افغان لوبډله ونه توانیده چې یاد هدف پوره کړي او په ۴۹ م اوور کې یې خپل ټول لوبغاړي په ۱۴۸ منډو جوړولو سره وسوځيدل.

د افغان لوبډلې مشر اصغر ستانکزی د بنګله دیشي لوبغاړي تمیم اقبال د کیچ په غورځولو سره نوموړی لوبغاړی وتوانیدو چې ۱۱۸ منډې جوړې کړي او خپله اصغر بیا ۱ منډه جوړه کړله، چې بنګله دیش لوبه په ۱۴۱ منډو توپیر سره وګټله.

په یاد یو ورځیني سیریز کې درې لوبې شاملې وې چې دوه لوبې یې بنګله دیش او یوه لوبه یې افغانستان وګټله.

د افغان لوبډلې نجیب الله ځدران په ۲۶ منډې، نوروز منګل ۳۳ منډې، محمدنبي ۳ منډې، رحمت شاه ۳۶ منډې جوړې کړې.

منګل او رحمت شاه ۴۷ منډې ملګرتیا وکړه.

ویل کیږي چې د افغان لوبډلې په نړۍ والو لوبو کې دا ۷۰یمه لوبه وه، پداسې حال کې چې بنګله دیش بیا ۳۱۵ یو ورځینۍ نړۍ لوبې کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button