سوله او که په ژمنو وفا ؟

لیک : همایون عیسی خیل
له غربي رسنیو څخه چارج اخیستونکي خلک د نني جهاد په اړه ډول ډول شکونه او اعتراضونه کوي په دې سره ځان سیاست پوه او شناند په مجلس کې ناستو خلکو ته معرفي کوي ، یو اعتراض یې دا وي چې : که د نني عصر جهاد په حقه جهاد وی نو ۱۰یا ۱۵ کاله به یې دوام نه کاو ځکه چې پخوا د اسلام او کفر تر منځ کله هم جهاد شوی دی نو په څو ساعتونو ، څو ورځو او زیات نه زیات په څو میاشتو کې به ورته د پای ټکی کیښودل شو نو له دې څخه معلومیږي چې نن ورځ د امریکا او له معاوینینو سره یې جهاد سهي ندی بلکې دا یو فساد او د بل په اشاره د خپل هېواد ورانه ول دي نور څه نه ( نعوذ بالله تعالی من ذلک) د دې پوښتنې د شریعت په رڼا کې ډېر ځوابونه شته خو دوه ځوابونه زما ډیر خوښ دي یو له هغو نه الزامي ځواب دی چې د روسانو سره جهاد خو د نړۍ ټول مسلمانان مني او سپیڅلی جهاد ورته وایي او کیدای شي چې اعتراض کونکي یې هم مني ، هغه هم څو میاشتو څه چې په کلونو کلونو غځیدلی وو او دا خبره له هیچا هم پټه نده باید چې هغه جهاد هم پر حقه جهاد نشي او داسې نده ، دویم ځواب داده چې جهاد د الله جل جلاله لخوا یو امتحان دی پرخپلو بندګانو باندې او دا امتحان پخوانیو امتونو هم ورکړی دی په قران مجید کې د داود ،موسی او نورو پیغمبرانو علیهم السلام قیصې موجودې دي ، الله جل جلاله فرمایي: أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمْ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ (214)، او د امتحان وخت معلوم نوي کله یوه لحظه , کله یوه ورځ او کله کله تر مرګه پورې دوام مومي ، د امتحان په غځیدو کې د الله جل جلاله خپل حکمتونه وي ، او یو حکمت یې دا دی تر څو الله جل جلاله نړۍ ته سپین له تورو ، تور له سپینو ، صادقین له کاذبینو ، مومنان له منافقانو ، او سپیڅلي مجاهدین له لاپو وهونکو څخه ځانګړي کړي .
کله چې امریکایانو د اسلام پر ضد صلیبي جګړه اعلان کړه نو د نړۍ زیاترو هېوادونو ورته لبیک او وایه او هغه اسلامي هېوادونو چې د روسانو په ضد د افغان مظلومو مسلمانانو ملتیا کوله، هغوی هم ورسره د خپل توان په اندازه د مرستې اعلان وکړ چا ورته د فوځونو ټټر او واهه چا ورسره د تیلو مفت قراردادونه وکړل چا اډې یا اکمالاتي لارې د دوی پرمخ پرانستلې خو ځینې نورو بیا د مفادو په خاطر د څه وخت لپاره تش د خبرو دښمني څرګنده کړه او خپله اصلي چهره یې پټه وساتله خو د وخت په تیریدو سره الله جل جلاله ورباندې د امتحان کړۍ راتنګه کړه تردې چې پښې یې و ښویدې او نور یې د ټپونو تاب را نه وړ او مجبوره شول چې نور باید په خپلو کړو ژمنو وفاوکړي او خپل هدف چوکۍ یا نورو امتیازاتو ته ځان ورسوي ، که دا اوسنی جهاد دومره نوی غځیدلی او په ۵ یا ۱۰ کلو کې ورته د پای ټکی کیښودل شوی وی نو ډیری خلکو به د خامارد غوښو ټوټې په جیبونو کې ګرزولی او ویلی به یې چې خامار ما وژلی، او هغه خلک چې ځانونه د جهاد موسسین معرفي کوي دوی به ویلی چې موږه روسان او امریکایان دواړه راپرځولي ، او اوس هم په ډیره بې شرمی سره ځانو ته ذوالجهادین وایي افسوس په داسې خلکو چې په ۱۵ کلن جهاد کې یې نه کوم ټانګ ته انفجار ورکړی ، نه یې کوم بیس نیولی او کاشکې یوه داسې لاسته راوړنه یې درلودلی چې نن یې امریکایانو ته ویلي وی : که سوله نه کوئ نو زه به درسره داسې وکړم لکه چې ومې کړل ، خپله خو لا څه چې طالبانو به کومه ساحه فتحه کړه هغه به یې په امریکایانو ورتپله او غلط توجهات به یې ورته کول ، نو پورته ټکو ته کتو سره ویلی شو چې دا د الله جل جلاله شرمول دې او د حکمتیار سوله نه بلکې په خپلو کړو ژمنو وفا ده کومې یې چې د امریکایانو سره په خوا لاسلیک کړې دي او الله جل جلاله د نړۍ مسلمانانو ته په دلیل سره وښوده چې د څه مقصد لپاره یې لاپې وهلې . الله جل جلاله دې رښتونو مجاهدینو ته په دین استقامت ور په برخه کړي او الله جل جلاله دې زمونږه خاتمه له ایمانه سره کړي، الله جل جلاله دې پر موږ خپلې خبرې حجت نه قایموي او الله جل جلاله مو دې له دوه مخۍ څخه په أمان کړي آمین ثم آمین ، ومن الله التوفیق



